تازه خبرونه

مایک پمپیو او ملا برادر د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۴, ۱۳۹۹)

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او غړي سهیل شاهین په ډاګه کړې، چې د دوشنبې پر ماښام د سیاسي دفتر مشر ملا برادر او ورسره پلاوي یې د ویدیو کنفرانس له لارې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره د خپلمنځي خبرو د پیل او روان وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي څرګنده کړې، چې دواړو لوریو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره د پاتې طالب بندیانو خوشې کول مهم وباله او دغه راز یې د لوی اختر په مناسبت له اعلان شوي اوربنده هم هرکلی کړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

 دمګړۍ د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خپلمنځي خبرو بنسټیز خنډ؛ د طالبانو او امریکایانو لخوا افغان حکومت ته د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د سپارل شوي نوملړ له مخې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو نه خوشې کول دي.  

د طالب مشرانو او امریکایانو تر منځ د سولې په اړه دغه ویدیوي خبرې په داسې حال کې تر سره کیږيو، چې افغان ولسمشراشرف غني یې د خوشې کولو د پرېکړې لپاره مشورتي لویه جرګه راغوښتې.  

ټاکل شوې، چې په دې اړه مشورتي لویه جرګه د روانې اوونۍ د جمعې پر  ورځ تر سره شي.

د روان زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۹ د قطر په دوحه کې د امریکایانو او طالب استازیو تر منځ په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو تړون لاسلیک شوی، چې له مخې به یې افغان حکومت د طالبانو د نوملړ له مخې د دوی ۵۰۰۰ بندیان خوشې کوي او طالبان به ۱۰۰۰ حکومتي بندیان له بنده خوشې کوي.

طالبانو د اختر تر لومړۍ نېټې ۱۰۰۰ حکومتي بندیان بشپړ خوشې شوي اعلان کړل او حکومت هم تر دې دمه د ورسپارل شوي نوملړ له مخې ۴۵۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او له پاتې ۵۰۰ څخه یې ۴۰۰ خطر ناک او وېروونکي پېژندلي دي، چې دې کار یې اندېښنې راپارولي دي.

د یادونې ده، چې په وروستیو څلور اوونیو کې دا د مایک پمپیو او ملا برادر تر منځ دوه یم ویدیوي لیدنه ده.

Trending

Exit mobile version