تازه خبرونه

مایک پمپیو روسیه، طالبانو ته د پیسو په ورکولو وګواښله

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۸, ۱۳۹۹)

امریکایي چارواکو نیویارک تایمز ته ویلي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په روانه اوونۍ کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ګواښلی، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره طالب پلوه جنګیالیو ته ډالۍ ورکوي.

د تایمز د څرګندونو له مخې، طالبانو ته د روسیې لخوا د ډالیو ورکولو په اړه دا د  یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي لومړنی سپکاوی دی. سره له دې، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ دا موضوع غولوونکې نومولې وه.

د راپور له مخې، پومپیو د جولای پر ۱۳ لاوروف ته د تیلیفون پرلیکه دا ګواښ کړی دی.

تایمز په ډاګه کړې؛ پومپیو لاوروف ته ویلي، چې امریکا د داسې ډالیو مخالفه ده.

دغو چارواکو تایمز ته دا هم ویلي؛ د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر هغو معلوماتو، چې هېواد یې تر لاسه کړي پوره ډاډه دی.

د دغې تیلیفوني اړیکې راپور د هغو سرچینو لخوا نیویارک تایمز ته ورکړ شوی، چې نه غواړي نوم یې یاد شي.

پومپیو او د بهرنیو چارو وزارت نه غواړي د دې ګواښ او دې تورونو په اړه جزئیات خپاره شي، چې روسیه طالبانو ته ډالۍ ورکوي.

په لومړي ځل ورته راپورونه د روان کال په جون کې خپاره شول، چې روسیه طالبانو ته د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره پیسې ورکوي.

د یادونې ده، چې ترمپ او روسیې دواړو دا تورونه رد کړي دي.

Trending

Exit mobile version