تازه خبرونه
مایک پمپیو په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له استازیو سره ولیدل
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د شنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د خپلمنځي خبرو له استازیو سره وکتل.
د سولې خبرو ډلې غړي عبدالحفیظ منصور آریانا نیوز ته ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان د سولې پر بهیر د بحث لپاره له افغان پلاوي سره وکتل.
نوموړي د دې غونډې په اړه نور جزئیات ورنکړل.
په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په یوه تویت کې ویلي، چې مایک پمپیو د طالب پلاوي له مشرانو سره ولیدل.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ منلې، چې د خپلمنځي خبرو پلاوي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د دوحې د تړون، د پاتې بندیانو د خلاصون او له تور نوملړه د طالب مشرانو د لرې کولو او د سولې د روان بهیر په اړه بحث او خبرې کړې دي.
دغه راز په قطر کې حکومتي پلاوي ویلي، چې د مذاکرهکوونکي پلاوي یو شمېر غړیو د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د افغانستان د سولې لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په دوحه کې لیدلي؛ پر اوربند او تلپاتې ملاتړ یې بحث او خبرې کړي دي.
مایک پمپیو په یوه تویت کې څرګنده کړې؛ په دوحه کې مې د طالبانو او د حکومت له مذاکراتي ډلو سره وکتل. زه د دواړو لوریو د خبرو دوام او د دوی د ترسره شوي پرمختګ ستاینه کوم. زه به د سیاسي حل لارې د نقشې او هر اړخیز اوربند په اړه ګړندي بحثونه وهڅوم.
دا په داسې حال کې ده، چې د خپلمنځي خبرو د حکومتي او طالب استازیو ترمنځ خبرې اترې د سپتمبر په میاشت کې پیل شوې؛ خو دواړه خواوې تر دې دمه خپلمنځي هوکړې ته ندي رسیدلي، چې پر اوربند خبرې پیل شي.
تازه خبرونه
په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
۴۰ کلن نجیبالله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړهراکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.
تازه خبرونه
ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل
د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
-
سوداگري4 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ3 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
نړۍ4 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoتحول: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو روان بهیر
-
تازه خبرونه4 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
