Connect with us

تازه خبرونه

لس نوماند وزیرانو له ولسي جرګې د باور رایې خپلې کړې

خپور شوی

د

ولسي جرګې د شنبې پر ورځ ( د لیندۍ لومړۍ) د ملي دفاع، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو په ګډون ۱۰ نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه.

د افغان حکومت دغو ۱۰ نوماند وزیرانو تېره اوونۍ ولسي چرګې ته خپل کاري پلانونه وړاندې کړي دي نن یې د دې جرګې په عمومي غونډه کې د استازیو د باور رایه خپله کړه.

د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند حنیف اتمر  د باور ۱۹۷ رایې ، رد  ۲۴، باطلې ۱۶ او سپینې ۹ تر لاسه کړې .

دفاع وزارت ته نوماند اسدالله خالد د باور ۲۰۶ رایې، رد  ۱۷، باطلې ۱۵ او  سپینې ۸ رایې خپلې کړې.

کورنیو چارو وزارت ته نوماند مسعود اندرابي د باور  ۲۱۴ رایې ، رد  ۲۵، باطلې ۰ او ۷ سپینې رایې تر لاسه کړې.

مالیې وزارت ته نوماند عبدالهادي ارغندیوال د باور ۲۰۵ رایې ، رد  ۳۲، باطلې ۰ او  ۹ سپینې رایې پلې کړې.

د مخابراتو وزارت ته نوماندې معصومه خاوري د باور۱۵۴ رایې ، رد  ۶۷، باطلې ۰ او ۲۵ سپینې رایې تر لاسه کړې.

پر دوی سربېره؛ عباس بصیر د لوړو زدکړو وزارت ته د باور ۱۹۷، رد  ۲۲، باطلې ۱۳ او ۱۴ سپینې رایې خپلې کړې.

فضل احمد معنوي د عدلیې وزارت لپاره د باور ۲۲۰ رایې ، رد  ۹، باطلې ۱۰ او ۷ سپینې تر لاسه کړې.

نثار احمد غوریاني د سوداګرۍ وزارت ته د باور ۲۱۳ ، رد  ۲۳، باطلې ۰ او  ۱۰ سپینې رایې خپلې کړې دي.

د حج او اوقافو وزارت لپاره محمد قاسم حلیمي د باور  ۱۴۸، رد  ۴۱، باطلې ۲۳ او  ۳۴سپینې رایې تر لاسه کړې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره بشیر احمد ته ینچ د باور ۱۹۰، رد  ۴۰، باطلې ۰ او سپینې ۱۶ رایې خپلې کړې دي.

د جرګې ۲۴۶ غړیو په ډاګه کړه، چې د شنبې د ورځې غونډې ښیي، چې په کور کې هیڅ ډول قومي تبعیض شتون نلري؛ ځکه، چې یو شمېر نوي وزیران له لږه کیو څخه دي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!