تازه خبرونه

متقاعدینو له اسلامي امارت څخه د خپلو حقونو د ورکړې غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۳, ۱۴۰۲)

يو شمېر متقاعدینو ويلي، چې له تېرو ٢٢ مياشتو راپدیخوا يې تقاعد نهدى ترلاسه کړى او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د دولتي ادارو يو شمېر متقاعدین اندېښمن دي، چې له شاوخوا دوه کلونو راپدیخوا یې حقوق  نه‌دي ورکړ شوي او له همدې کبله  له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي؛ دا مهال  په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي او له تقاعد پرته بل عاید نه‌لري.

دوی له اسلامي امارت غواړي، چې ژر تر ژره د دوی حقوق ورکړ شي.

د متقاعدینو ټولنې مشر افندي سنګر خپله ناهیلۍ ښیي او وایي، چې په تېرو ۲۲ میاشتو کې څو ځلې یې دولتي ادارو ته مراجعه کړې؛ خو هیڅ  کومه پایله یې نده ورکړې.

د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې د متقاعدینو د معاشونو پر ورکړې کار روان دی او دا ستونزه به حل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي: د متقاعدینو د حقونو په اړه بحثونه شوي او هیله ده، چې د دوی د معاشونو د ورکړې لپاره یوه حل لار وموندل شي.

په دې وروستیو کې د تېر حکومت یو شمېر جنرالانو هم د ریاست الوزرا له چارسمبالي سره په لیدنه کې د متقاعدینو د حقونو د ورکړې غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version