تازه خبرونه

متقي او د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال پر کونسلي خدمتونو او سرحدي همکاریو خبرې وکړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د افغانستان او ایران اړیکې د پراختیا پر لور وبللې او ټینګار یې وکړ، چې وګړو ته باید کونسلي خدمتونه آسانه، چټک او د منل شویو معیارونو له مخې وړاندې شي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزارت د کونسلۍ چارو مرستیال وحید جلال‌زاده کابل ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو، د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د کونسلۍ خدمتونو د ښه‌والي او سرحدي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د افغانستان او ایران اړیکې د پراختیا پر لور وبللې او ټینګار یې وکړ، چې وګړو ته باید کونسلي خدمتونه آسانه، چټک او د منل شویو معیارونو له مخې وړاندې شي.

وحید جلال‌زاده هم د دواړو هېوادونو ترمنځ کونسلۍ همغږي مهمه وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې له افغان لوري سره روانې خبرې به د کونسلۍ چارو د بهیر په ښه‌والي او د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د آسانتیاوو پراختیا کې مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version