تازه خبرونه

متقي او لاوروف د کابل او مسکو د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، امیرخان متقي د کابل او مسکو ترمنځ د سیاسي همغږۍ پر پیاوړتیا او په اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي برخو کې د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې افغانستان له روسیې سره د اوږدمهالو همکاریو پراختیا ته ارزښت ورکوي.

Published

on

Last Updated on: تله ۱۴, ۱۴۰۵

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمه‌ییزو بدلونونو خبرې کړې دي.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، امیرخان متقي د کابل او مسکو ترمنځ د سیاسي همغږۍ پر پیاوړتیا او په اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي برخو کې د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې افغانستان له روسیې سره د اوږدمهالو همکاریو پراختیا ته ارزښت ورکوي.

لاوروف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي سلا مشورو پر دوام ټینګار کړی او له افغانستان سره یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د روسیې لېوالتیا څرګنده کړې ده.

دواړو لوریو د سیمه‌ییز ثبات، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د امنیت د ټینګښت په اړه هم خبرې کړې دي.

دغه راز کابلوف د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، د کابل او اسلام‌‌آباد ترمنځ د اختلافونو له کبله د غونډې په پای کې هیڅ وروستی سند خپور نه‌شو.

هغه زیاته کړې، ټولو ګډونوالو له دواړو خواوو پرته له استثنا غوښتي، چې د یو بل پر وړاندې له پوځي اقدامه ډډه وکړي؛ ځکه، چې په داسې شخړو کې تر ټولو مخکې ملکي وګړي زیانمن کیږي.

Trending

Exit mobile version