تازه خبرونه

متقي په ترکمنستان کې له افغان سوداګرو سره په لیدنه کې پر ځینو توکو د ګمرکي تعرفې پر راټیټولو ټینګاروکړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۰, ۱۴۰۲)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په ترکمنستان کې له میشت افغان سوداګرو سره په کتنه کې ویلي؛ پر ځینو توکو ګمرکي تعرفه باید راټیټه شي، ځکه له ترکمنستان څخه صادرات زیات او له افغانستان څخه صادرات کم دي.

امیر خان متقي په دې اړه زیاته کړې: پر ځینو توکو باید ګمرکي تعرفې کمې شي؛ ځکه له ترکمنستان څخه صادرات زیات او له افغانستان څخه کم دي. دا توازن باید تر یو حده برابر شي.

امیرخان متقي په دغه ناسته کې څرګنده کړې؛ اسلامي امارت د اقتصاد او انکشافي پروژو د پلي کېدا په برخه کې متوازن سیاست لري.

متقي وایي: د او سنې حکومت پالیسي په ټول هېواد کې پر متوازن انکشاف بار لري او ټولو هغه پروژو ته لومړیتوب ورکوي، چې په کې د ټول ملت ګټې نغښتې وي او د سالنګ لاري جوړول، قوشتېپې کانال، او د تېلو استخراج يي ښې نمونې دي.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې ۴۸۱ میلیون ډالره ده، چې د ۳ میلیون ډالرو پر ارزښت توکي له افغانستان څخه صادرېږي او ۴۷۷ میلیون توکي واردېږي.

نوموړي په دې ناسته کې یو ځل بیا سرپرست حکومت ټولګډونه وباله او څرګندوي، چې اسلامي امارت نشي کولی لوړپوړي چارواکي د نورو هېوادونو په امر وټاکي. لکه څنګه، چې پخوا ټاکل کېدل.

هغه په ​​دې اړه زیاته کړې: دوی (پخواني حکومت) د بهرنیانو امر منلی؛ لکه یو وزیر یې د فرانسې امر منلی، بل یې د امریکا امر او بل یې د اسرائیلو امر منلی دی. په‌دې معنی دا واقعیاً ټولګډونه نه‌دي؛ خو که حقیقت ته وګورو مونږ د ټولو سیمو چارواکي لرو. الحمدلله.

ویل کیږي، چې امیرخان متقي د یکشنبې پر ورځ (د کب شپږمه) د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مرادوف په بلنه د سکتوري وزارتونو د یوه پلاوي پر مشرۍ دغه هېواد ته تللی، چې په دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version