تازه خبرونه
متقي په قطر کې میشت افغانانو ته د پاسپورتونو د وېش ډاډ څرګند کړ
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په قطر کې له میشت یو شمېر افغانانو سره په کتنه کې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د پاسپورتونو د وېش بهیر پراخ او ګړندی شي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل تویت کړی، چې په قطر کې میشت افغان مشرانو له امیرخان متقي سره په لیدنه کې د کابل او دوحې ترمنځ د الوتنو د پیل او د افغانستان په سفارت کې د پاسپورتونو د چاپ او ګړندي وېش پر پراخوالي هم ټینګار کړی دی.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ويلي، چې د دې غونډې برخهوالو د بهرنيو چارو وزارت له چارسمبالي وغوښتل، چې قطر هېواد ته د ويزو د ورکړې او افغانانو ته د اسانتياوو په برابرولو کې همکاري وکړي.
د هېواد بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په داسې حال کې قطر ته د یوه پلاوي پر مشرۍ تللی، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ دوه کاله مخ پر پوره کېدو دي؛ خو پهدې بریالي شوي نهدي، چې نړیوال یې مشروعیت ته غاړه کېدي.
نوموړي له ټولو هېوادونو پر ځانګړي توګه له امريکا وغوښتل، چې د اسلامي امارت پر وړاندې د بنديزونو او فشارونو له سياسته لاس واخلي او له افغانستان سره مثبت او رغنده تعامل رامنځته کړي.
له دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو خبرې کړي او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د دوحې د نورو ډېرو همکاریو غوښتنه کړې ده.
امیرخان متقي په دغه سفر کې له یو شمېر لویدیځو هېوادونو له سفیرانو سره هم کتلي او له هغو هېوادونو یې غوښتي، چې د افغانستان واقعیتونه درک کړي.