تازه خبرونه
مجاهد د جرمونو نړیوالې محکمې دریځ رد کړ؛ «افغانستان دا بنسټ پر رسمیت نهپېژني»
د جرمونو نړیوالې محکمې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده، د افغانستان د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني، د پوهنې وزیر حبیبالله آغا او د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان د مشرانو د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې د اعلامیې په غبرګون کې د دغې محکمې دریځ غندلی دی.
د جرمونو نړیوالې محکمې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده، د افغانستان د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني، د پوهنې وزیر حبیبالله آغا او د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
دغې محکمې دغه څلور چارواکي پر ښځو او نجونو د جنسیت پر بنسټ د ځورونې پر تور تورن کړي دي.
مجاهد ویلي، افغانستان د جرمونو نړیواله محکمه پر رسمیت نهپېژني او د دغې محکمې دریځونو ته ارزښت هم نهورکوي.
هغه زیاته کړې:« د اسلامي امارت مشرانو؛ الحمدلله داسې هېڅ کار نهدی کړی، چې د کومې محکمې لهخوا د نیول کېدو یا سزا وړ وګرځي.»
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې افغانستان د اسلامي شریعت او د هغه د محکمو د احکامو تابع دی؛ نه د هغو بنسټونو او محکمو، چې نوموړي« استخباراتي بنسټونه او تش پر نوم محکمې» بللي دي.
مجاهد له دغو بنسټونو غوښتي، چې د خپل حیثیت او اعتبار د ساتلو لپاره دې له خپلو صلاحیتونو او واکونو پورته ادعاوې نهکوي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د شیخ هبةالله آخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه تېر کال په جولای او سپټمبر کې صادر شوي وه. په داسې حال کې، چې د حبیبالله آغا او ندا محمد ندیم د نیولو اسناد د دوشنبې پر ورځ مهر شول.