سیمه ییز خبرونه

محصلين: ولسي جرګه دی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون نه تصیبوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كابل پوهنتون سلګونو محصلينو د چهارشنبې به ورځ د يوه لاريون په ترڅ كې له ولسي جرګې وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون، چې د دوى په وېنا ځينې مادې يې له اسلام سره په ټكر كې دي تصويب نه كړي.

د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د مخنیوي قانون، چې په ۱۳۸۸ کال کې د ولسمشر حامد کرزي د یوه تقنیني فرمان په بڼه نافذ او دا درې كاله يې له مخې اجراات كېدل اوس په يوه ناندريزه موضوع بدل شوى.

په پام كې وه دا قانون د ولسي جرګې له خوا تصويب شي، خو د دغه جرګې يو شمېر غړو يې مخالفت وكړ.

د كابل پوهنتون يو شمېر محصلينو د لاريون په ترڅ كې له ولسي جرګې وغوښتل، چې دغه قانون تصويب نه كړي.

لاريون كوونكي وايي، د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د قانون ډېرې برخې له اسلام سره په ټكر كې دى.

لاريون كوونكو د يوه پرېكړه ليك په خپرولو سره خبردارى وركړ، چې كه دا قانون تصويب شي نو لاريونونو ته به دوام وركړي.

په همدې وخت كې د ولسي جرګې ځينو غړو هم د محصلينو دا كار ستايلى او وايي، په افغانستان كې هېڅ قانون بايد له اسلام سره په ټكر كې نه وي.

دا په داسې حال كې ده، چې د ښځو د حقونو يو شمېر مدافعين وايي، چې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون له اسلام سره په ټكر كې نه دى.

د ولسي جرګې دې پرېكړې، چې پر دې قانون تر تصويب مخكې بايد په كميسيونونو كې بحث وشي د بهرنيو بنسټونو غبرګونونه را پارولي دي.

په كابل كې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يې د تصويب غوښتنه كړې او د بشري حقونو د څار سازمان ويلي كه دا قانون تصويب نه شي دوى به له افغان حكومت سره خپلې مالي مرستې كمې كړي.

Trending

Exit mobile version