نړۍ
محمد بن سلمان د سعودي عربستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو
د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د سعودي عربستان د لومړي وزیر څوکۍ د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ته وسپارله.
د سعودي عربستان د رسمي خبري آژانس د خبر له مخې؛ د سعودي عربستان پاچا خپل زوی د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکه.
د محمد بن سلمان د حکم له مخې؛ خالد بن سلمان د سعودي عربستان د دفاع د وزیر د مرستیال په توګه وټاکل شو.
د دغه فرمان له مخې؛ د پاچا سلمان بل زوی خالد بن سلمان، چې له محمد بن سلمان کوچنی دی، د سعودي عربستان د دفاع د وزیر په توګه وټاکل شو.
خالد بن سلمان له دې مخکې د دفاع وزارت مرستیال و.
رویترز راپور ورکړی، چې محمد بن سلمان د ولیعهد په توګه دنده ترسره کوي او هغه د سعودي عربستان اصلي حاکم دی. دغه هېواد د نړۍ ترټولو لوی تېل صادرونکی او په منځني ختیځ کې د امریکا بنسټیز متحد دی.
د دغه راپور له مخې؛ فیصل بن فرحان د بهرنیو چارو وزیر، عبدالعزیر بن سلمان د برېښنا وزیر، خالد بن عبدالعزیر الفلیح د پانګونې وزیر، عبدالعزیز بن سعود بن نایف بن عبدالعزیز د کورنیو چارو وزیر او محمد بن عبدالعزیز د کورنیو چارو وزیر دی. د دغه هېواد د مالیې وزیر بن عبدالله الجدان د دغه هېواد په کابینه کې بدل شوي ندي.
په فرمان کې دا هم ویل شوي، چې پاچا سلمان به د کابینې د هغو غونډو مشري ته دوام ورکړي، چې هغه په کې ګډون کوي.
د دغه حکم له خپرېدو څو ساعته وروسته د سعودي عربستان دولتي تلویزیون وښودله، چې پاچا سلمان د سې شنبې پر ورځ د کابینې د غونډې مشري کوي.
۸۶ کلن پاچا سلمان په ۲۰۱۵ کال کې د سعودي عربستان پاچا شو؛ هغه په تېرو دوه کلونو کې څو ځله په روغتون کې بستر شوی دی. محمد بن سلمان په ۲۰۱۷ کال کې د سعودي عربستان د ولیعهد په توګه له ټاکل کېدو راپدیخوا په دغه هېواد کې د بدلون راوستلو لپاره پراخې هڅې پیل کړې دي.
رویترز وايي، محمد بن سلمان د اقتصاد د تنوع او پر تېلو د تکیه کمولو هڅې کړي، ښځو ته یې د موټر چلولو اجازه ورکړې او په ټولنه کې یې د علماوو واک کم کړی دی.
د محمد بن سلمان اصلاحات د اپوزیسیون له پراخ غبرګون سره مخ شول او د شاهي کورنۍ غړي، سیاسي فعالان او د ښځو د حقونو او همدارنګه سوداګر زنداني شول.
د سعودي عربستان لیکوال او ژورنالیست جمال خاشقجي، چې د واشنګتن پوست لپاره یې هم لیکنې کولې؛ پر ۲۰۱۸ ز. کال د سعودي په استانبول قونسلګرۍ کې ووژل شو، چې دې کار د سعودي اعتبار ته یې زیان رسولی او له امریکا او نورو غربي متحدینو سره یې د سلطنت اړیکې خړې پړې کړې دي.
جمال خاشقجي سعودي قونسلګرۍ ته د ننوتو په لومړي ساعت کې هغه مهال ووژل شو، چې له خپلې پخوانۍ مېرمنې د طلاق په تړاو یې رسمي اسناد ترلاسه کړي وه، چې له یوې ترکۍ ښځې سره یې د واده کولو اجازه ورکړې وه.
جمال خاشقجي ته په امریکا کې د پاتې کېدو او کار کولو اجازه ورکړ شوې وه؛ خو هغه امریکايي تبعه نه و.
نړۍ
امریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هوکړې د هلو ځلو په چوکاټ کې له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د فشارونو یو مهم هدف دا دی، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.
ویل کېږي، چې ایران تر اوسه ۹۰۰ پونډه (۴۰۸ کیلوګرامه) غني شويو یورانیم نهدي سپارلي.
نړۍ
ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بېوسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.
نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.
ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونهکړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
نړۍ
سپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.
د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو په یوه پېښه کې یو کس د امنیتي ځواکونو له لوري پر نښه او روغتون ته ولېږدول شو.
د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.
د خپرو شویو څرګندونو له مخې؛ د یاد کس روغتیايي حالت تر اوسه ناڅرګند دی او په دې پېښه کې یو ملکي وګړی هم ټپي شوی، چې ټپونه یې د اندېښنې وړ نهدي.
له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ ځینې برخې لنډمهالې قرنطین شوې او خبریالان د لنډ وخت لپاره خوندي خونو ته ولېږدول شول. د وضعیت له ارزونې وروسته، بېړنی حالت پای ته ورسېد او وضعیت بېرته عادي اعلان شو.
دغه راز راپور ورکړ شوی، چې ډونالډ ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو هغه ته زیان نهدی رسېدلی او خپلې چارې یې پرته له ځنډه روانې ساتلې دي.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې له اوونیو راپدېخوا د امریکا په پلازمېنه کې څو امنیتي پېښې ثبت او د ښار د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
-
سوداگري3 days agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې
-
تحول5 days agoتحول: د ایران په اړه د ټرمپ متضادې څرګندونې
-
سوداگري4 days agoد ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار
-
تازه خبرونه5 days agoد کورنیو چارو او کار وزیرانو د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ2 days agoسپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
