تازه خبرونه
محمد سهیل شاهین د رسنیزو او کلتوري همکاریو پر پراختیا د الجزیرې له مشر سره وکتل
په دې کتنه کې دواړو خواوو د کلتوري همکاریو د پراختیا په ګډون د خبریالانو د روزنې او د افغانستان او الجزیرې ترمنځ د رسنیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
په قطر کې د افغانستان سفارت چارسمبالي محمد سهیل شاهین د الجزیرې نړیوالې رسنۍ د عربي څانګې له مشر احمد الیافعي سره پر رسنیزو همکاریو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د کلتوري همکاریو د پراختیا په ګډون د خبریالانو د روزنې او د افغانستان او الجزیرې ترمنځ د رسنیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
سهیل شاهین د افغانستان د مثبتو پرمختګونو، بدلونونو او لاسته راوړنو د ځلولو په برخه کې د الجزیرې رسنیزې هڅې اړینې او اغېزمن یادې کړې او د اړوند همکاریو د پراختیا غوښتنه یې ترې وکړه.
دغه راز احمد الیافعي د افغانستان اوسنی وضعیت مثبت وباله او له افغانستان سره یې د پراخې همکارۍ ترځنګ د رسنیز چمتووالي ډاډ څرګند کړ.
د یادونې ده، چې الجزیره په نړۍ کې یوه مخکښه او معتبره رسنۍ ده؛ تل یې د اسلامي هېوادونو مسلو ته په ځانګړي توګه د فلسطین موضوع ته ځانګړی پاملرنه کړې او له پراخ پوښښ یې برخمن ساتلي دي.
