سیمه ییز خبرونه

محمد یونس قانونی نن رسماً د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه ونومول شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

یونس قانوني چې د ولسمشر د مرستیالی له پاره ولسي جرګې ته د اعتماد د رایې اخستلو له پاره ور پیژندلی شوي و، نن د ملت د استازو له خوا د اعتماد رایه واخسته او د حامد کرزي د لومړي مرستیال په توګه ونومول شو.

د افغانستان د اساسي قانون د اته شپیتمې مادې په اساس، کله چې د ولسمشر له معاونینو څخه یو معاون استعفا ورکړي او یا مړ شي، بل کس د ولسمشر له خوا د رایې اخستلو له پاره ولسي جرګې ته ورپیژندل کیږي.

د ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د 1392 کال د حوت په ۱۸ د زړه د سکتې له امله ومړ او په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

Trending

Exit mobile version