سوداگري
د افغانستان صادراتي کارګو د تهران له لارې ترکيې ته پر لاره ده
ایرنا خبری اژانس څرګنده کړې؛ د افغانستان د صادراتي توکو لس واګونونه، چې ترکیې ته روان دي له تهران څخه تېر شوي او اوس شمال لویدیځ رازی بندر ته پر لاره دي.
دغه خبری آژانس د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت د څرګندونو له مخې لیکلي، چې د افغانستان د ریلي پراختیا کنسرسیوم دغه کارګو د سرحدی ساتونکیو او د ګمرکونو د جوازونو د اخیستلو په ګډون د ایران د اوسپنې پټلۍ ادارې له قانوني اجازې پرته خپله کارګو استولې ده.
ایرنا لیکلي، چې ایران د خپلو ملي ګټو له په پام کې نیولو او ښه نیت سره د دې کارګو د تېرېدو اجازه ورکړې ده.
ایراني چارواکو ویلي، چې ایران به نور د افغانستان کارګو ته د اړوند ادارو د لازمو اجازو له ترلاسه کولو وروسته د تېرېدو اجازه ورکړي.
سوداگري
روسیه د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله شوه
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د روسیې د یوکي سایبري شرکت له مشر یوري پیاتکین او د سایبریا د سوداګرۍ ټولنې له استازي او د هغوی له افغان شریکانو سره وکتل.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، د روسیې د یوکي سایبري شرکت مشر په دې غونډه کې وویل، چې غواړي د افغانستان د نفتو او ګازو په کانونو کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د دغو سوداګرو له لېوالتیا هرکلی وکړ او څرګندوي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
سوداگري
په پنجشېر کې د یاقوتو استخراج او وپلورل پیل شول
په پنجشېر کې د زمردو پر پلور سربېره په لومړي ځل استخراج شوي یاقوت پر کورنیو سوداګرو وپلورل شول
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې د دې ولایت د رهبرۍ پر سپارښتنه د کانونو اړونده کمیټې په شتون کې د داوطیبۍ له لارې ۳۳ زره ۸۱۹ قیراته زمرد پر ۲۶۹ زره ۵۵۰ امریکايي ډالرو پر کورنیو سوداګرو وپلورل شول او ترڅنګ يې په لومړي ځل په دې ولایت تازه استخراج شوي یاقوت هم سوداګرو پر ۱۰۰۰ امریکایي ډالرو وپېرل.
په دې وروستیو کې یو شمېر بهرني پانګوال هم دې ولایت ته راغلي او د دغه ولایت والي محمد اغا حکیم ترې په دې ولایت کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
دغه راز یو شمېر کورنیو سوداګرو د پنجشېر ولایت د کرومایټو ډبرو د قانوني استخرج لپاره د دغه ولایت له والي سره ناستې کړي او پانګوالو په نږدې راتلونکې کې پرې د کار پیلولو ډاډ ورکړی دی.
ویل کیږي، چې د پنجشېر ولایت د کانونو د قانوني استخراج او په دې ولایت کې د ازاد پلور له لارې له یوې خوا د دغه ولایت ډېر ځوانان پر کار اخته شوي او له بله پلوه په پنجشېر کې بازارونو او سوداګرۍ وده کړې ده.
تازه خبرونه
د ۱۴۰۳ کال مالي بودجه تصویب شوه
د اسلامي امارت ویاند څرګنده کړې، چې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال مالي بودجه د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله اخوندزاده له هراړخیزې کتنې وروسته توشیح شوه.
د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د سږ کال په مالي بودجه کې د خلکو اړتیاوو او لومړیتوبونو ته پوره پاملرنه شوط ده. همدارنګه تېر کال ته ورته د روان کال مالي بودجه هم د هېواد له ملي عوایدو جوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ مالیې وزارت به د تل په څېر د ۱۴۰۳ لمریز مالي کال، ملي بودجه د هېواد په مالي سیسپم کې ځای پر ځای کړي او د روان مالي کال اړوند ټولو (عادي او انکشافي) برخو ته به په پوره روڼتیا لاسرسی ومومي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان مالي کال دوه میاشتې تېرې شوې دي.
-
لوبی4 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
فلسطیني دولت باید د خبرو له لارې راجوړ شي – امریکا
-
تازه خبرونه4 days ago
په بامیان ولایت کې د سمڅو اوسېدونکیو ته د استوګنې کورونه جوړیږي
-
لوبی5 days ago
اټک انرژي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د درېیم پړاو اتلولي خپله کړه
-
تازه خبرونه1 day ago
له ناقانونه مهاجرینو سره به جګړې ته ورته چلند وشي- د تهران والي مرستیال
-
لوبی9 hours ago
د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام سیالیو ټولې لوبډلې په ډاګه شوې
-
تازه خبرونه1 day ago
د خواف – هرات د اوسپنېپټلۍ د وروستۍ برخې د جوړولو کار پیل شو
-
تازه خبرونه4 days ago
مولوي عبدالکبیر د رییسي د خواخوږۍ کتاب لاسلیک کړ