تازه خبرونه
مخالفان پر ناسمو تبلیغاتو هڅه کوي د خلکو او اسلامي امارت تر منځ واټن رامنځته کړي
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د اسلامي امارت اوسني حساس پړاو ته په نغوته کې ټینګار کړی، چې باید د مثبتو تبلیغاتو پر وړاندې کولو د مخالفانو د دروغجنو تبلیغاتو مخه ونیول شي.
د بهرنیو چارو په وزارت کې د دې وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ويلي، چې د جمهوریت پر وخت دلته بهرنیانو سلا مشورې او پرېکړې کولې.
نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت پر وړاندې پرتو ستونزو دوی له حساس پړاو سره مخ کړي دي.
شېر محمد عباس ستانکزي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مخالفان هڅه کوي د ناسمو تبلیغاتو له لارې د حکومت او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي.
شېر محمد عباس ستانکزی د مثبتو تبلیغاتو دوام د حکومت په پیاوړتیا کې اغېزمن بولي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، له امريکا سره د مذاکراتو پر مهال د اسلامي امارت پر مثبتو تبلیغاتو امریکايي لوري هم اعتراف کړی او د خپلو هغه یې کمزوري منلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، چې هېوادنيو حماسي ترانو د تېر نظام د ځواکونو د روحیې په کمزوري کولو او د امارت د سرتېرو د مورال لوړولو کې مهم رول لوبولی دی.