تازه خبرونه

مخالفين دې له حزب اسلامي څخه الهام واخلي – ابراهيمي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې رییس د دولت له وسله والو مخالفینو چې له اسلامي حزب الهام واخلي او هېواد کې جګړه چې د سیمې د استخباراتو د ګټې له پاره پر مخ ځي، پای ته ورسوي.

نوموړی وایي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې ټولې وسله والې مخالفې ډلې چې ځانونو ته افغانان وایي، د سولې له بهیر سره یو ځای شي او د خلکو په غوښتنه چې سوله او ثبات دی، عمل وکړي. په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینې غړي وایي چې له اسلامي حزب سره د سولې د هوکړه لیک په عملي کېدو کې باید اساسي قانون او د تېرو کلونو لاسته راوړنې په جدي توګه په پام کې ونیول شي.

له اسلامي حزب سره د حکومت د سولې هوکړه لیک د ولسي جرګې د زیاترو غړو له هرکلي سره مخامخ شو، خو دوی ټینګار کوي چې دغه هوکړه لیک باید د اساسي قانون، ملي حاکمیت او د خلکو له غوښتنې سره سم عملي شي. د ولسي جرګې رییس وایي، د سولې له پروسې سره د حکمتیار یو ځای کېدل یو مثبت اقدام دی او که نور وسله وال مخالفین ځانونو ته افغان وایي، باید نیابتي جګړې ته چې د سیمې د استخباراتو په ګټه پر مخ ځي، پای ته ورکړي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وايي: “د ملي ګټو او الهي دستور د ترسره کولو له پاره د سولې د هوکړه ليک لاسليک کول د ستاينې وړ دي، نو بايد چې د همدې هوکړه ليک له مخې خپلو ژمنو ته پام وکړي او نورې ډلې هم که ځانونه تر هېواد پورې تړلي بولي همدا لاره خپله کړي او نه بايد د سيمې د استخباراتو د لاس اله شي، را دې شي او د خپل ملت تر څنګ دې له سولې سره يو ځای شي.”

په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینې غړي د سولې له پروسې سره د اسلامي حزب د یو ځای کېدو په هکله بېلابېل نظریات لري.

د ولسي جرګې غړې راضیه سعادت منگل وايي: “له سولې سره د حزب اسلامي يو ځای کېدل په دې څو کلونو کې يوه لويه لاسته راوړنه ده او بايد چې وستايل شي او د حزب اسلامي د دې کار ملاتړ وشي.”

د ولسي جرګې غړې شکېبا هاشمي وايي: “له حزب اسلامي سره يوازې د سولې هوکړه ليک په هېواد کې امنيت او سوله نه شي راوستی، د ولسمشر موخه دا وه چې له حزب اسلامي سره د سولې په کولو سره خپل سياسي سيالان کمزوري کړي او بايد په عمل کې ثابه شي چې په دې کار سره ناامني کمېدی شي.”

د ولسي جرګې غړی صاحب‌خان وايي: “سوله د افغانانو غوښتنه ده او حکمتيار هم د سولې له پاره افغانستان ته راځي او راتګ يې په هېواد کې د سولې له پاره اغېز لرونکی دی او موږ له حزب اسلامي سره د سولې استقبال کوو او دا کار د هېواد په ګټه بولو.”

د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي چې زیاتره وسله والې مخالفې ډلې د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان په امر جګړو ته دوام ورکوي او څو پورې چې پرې پیاوړی پوځي فشار را نشي، دغه ډلې به د سولې خبرو ته حاضرې نه شي.

Trending

Exit mobile version