سیمه ییز خبرونه

مخالفين هڅه كوي، څو نورستان تر خپل كنټرول لاندې راولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

وسله وال مخالفين هڅه كوي، څو په را روان اوړي كې نورستان تر خپل كنترول لاندې راولي. د دې ولايت امنيتي چارواكي د دغه ټكي په څرگندولو سره وايې، د وسله والو مخالفينو د دې گواښ پر وړاندې د مقابلې لپاره ملي اردو او سرحدي پوليسو ته سخته اړتيا شته او په كار ده، چې ملي اردو او سرحدي پوليس دغلته ځاى پر ځاى شي.

نورستان له ديورند كرښې سره  په خوا كې پروت ولايت دى، نو له همدې امله په كې د امنيتي گواښونو كچه لوړه ده.

د نورستان  امنيه قوماندان غلام الله نورستاني وايي:

د نورستان جغرافيايي موقيعت ته په پام اړينه ده، چې د ملي پوليسو تر څنگ ملي اردو او سرحدي پوليس هم  په دې ولايت كې ځاى پر ځاى شي.

نوموړى زياتوي، د دوى معلومات ښيي، چې وسله وال مخالفين په را روان اوړي كې په دې هڅه كې دي، څو په دې ولايت كې خپل فعاليتونه زيات كړي او هڅه كوي، چې د هېواد له سويلي سيمو هم راشي او په نورستان خپل فشارونه زيات كړي.

دغه امنيتي چارواكى زياتوي، د وسله والو مخالفينو د دې كار موخه دا ده، څو له دې لارې لغمان او شمال ختيځ ولايتونه نا امنه كړي.

د نورستان ځينې اوسېدونكي هم د امنيت ضد پېښو له زياتوالي سخت اندېښمن دي.

دوى ادعا كوي، چې د نورستان زياتې سيمې د وسله والو مخالفينو تر نفوذ او كنټرول لاندې دي.

Trending

Exit mobile version