سیمه ییز خبرونه
مراد علي مراد: د افغانستان د دفاع لپاره باید هر ډول پوځي تجهیزات وکارول شي
د ځمکنیو ځواکونو لوی قومندان د افغانستان وسله والو ځواکونو ته امر کوي، چې د طالبانو د ځپلو او د بهرنیو د لاسوهنو د مخنیوي لپاره له هر ډول پوځي تجهیزاتو استفاده وکړي او طالبان د ده په خبره دوزخ ته ولېږي.
د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې جګړې زور اخلي او تازه نفس افسران هم د نړیوالو ځواکونو د تشې د ډکولو لپاره د جګړې میدان ته ځي.
د شنبې په ورځ (د تلې ۵) هم د ملي اردو ۷۳۳ سرتېري له درې میاشتنیو زدکړو وروسته فارغ شول.
د ځمکنیو ځواکونو لوی قومندان مراد علي مراد افغان ځواکونو ته امر کوي، چې د افغانستان د دفاع لپاره هر ډول پوځي تجهیزات وکاروي.
هغه د ملي یووالي د حکومت جوړېدل د طالبان ود تل پاتې ناکامۍ په معنا بولي او وایي، له زیاتو هڅو سره سره هم وسله والو طالبانو ونه شوای کړی، چې د افغانستان یوه برخه ونیسي.
دیارلس کاله مخکې په افغانستان کې د نوي نظام بنسټ کېښودل شو. تمه وه، چې د دې نظام په راتلو سره د جګړو ټغر ټول شوی وای، خو دا هیلې پوره نه شوې او ورځ تر بلې د جګړې لمن پراخېږي.