سیمه ییز خبرونه

مرستندويه هېوادونو په سړك جوړولو كې خپلسري كړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په تېرو يوولس كلونو كې نږدې اووه زره كيلو متره سړكونه قير شوي؛ خو ويل كيږي، چې د جوړو شويو سړكونو ډېره برخه بېرته ويجاړه شوې ده.

د فوايد عامې وزارت مرستيال احمدشاه وحيد وايي:

د افغانستان د سړكونو د ژر خرابيدو يو عامل دا دى، چې مرستندوى هېوادونه له افغان حكومت سره همغږي نه لري. مرستندويو هېوادونو په ډېرو مواردو كې په خپلسري توگه په افغانستان كې  د سړكونو پر جوړولو اقدام كړى، چې دې چارې د كار كيفيت  ټيټ كړى دى.

د پوهنتون استاد او اقتصادي كارپوه سيد مسعود وايي:

د افغانستان د سړكونو په ژر خرابيدو كې اتيا په سلو كې بهرنيان او شل په سلو كې افغان دولت گرم دي.

د افغانستان د ودانيزو شركتونو د مرستيال غلام علي دانش كمال په باور حكومت په ځانگړي توگه د فوايد عامې وزارت  د سړكونو چارې په جدي ډول نه څاري او  د نادولتي شركتونو د ودې لپاره له حده ډېره سپارښتنه هغه ستونزه ده، چې د افغانستان سړكونه يې له نړيوالو ميعيارونو غورزولي دي.

رسمي څېړنې په ډاگه كوي، چې په افغانستان كې اووه زره كيلو متره سړك قير شوى، پر ۳۷ زره كيلو متره سړك چغل اچول شوى، خو دا مهال څه باندې ۱۲۵ زره كيلو متره سړك ته اړتيا ده، چې دولت يې د جوړولو توان نه لري.

Trending

Exit mobile version