تازه خبرونه

مرستندویه هېوادونه د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو بودجه نه ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې رييس وايي، چې مرستندویه هېوادونه د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو بودجه نه ورکوي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یو سل و پنځوس میلیون دالره بودجه اټکل شوې، چې تر اوسه یې برخلیک ندی معلوم.

د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار وايي، چې مرستندویه ټولنې او هېوادونه د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو بودجه نه ورکوي؛ نو، ځکه اوس حکومت پتېیلې، چې پخپله د ټاکنو لپاره پیسې برابرې کړي.

حکومت له ملي شورا غوښتي، چې د ټاکنو د بودجې د تصویب لپاره د اوړي رخصتي وځنډوي.

د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار څرګنده کړې؛ حکومت پخپله د ولسمشریزو ټاکنو بودجه ورکوي او له ملي شورا یې غوښتي، چې د ټاکنو د بودجې د تصویب لپاره د اوړي رخصتي وځنډوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه دولس میلیون دالره پر تقویتي نوملیکنه لګولي او څوارلس میلیون نور د بایو متریک دستګاوو د پېرلو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا ريیس حبیب الرحمن ننګ وايي، چې په ټول هېواد کې یې د کار کوونکیو شمېر بشپړ کړی او ټول یې استخدام کړي دي.

ټاکنڅاري داوود علي نجفي اندېښنه لري، چې د ټاکنو لپاره بودجه نده برابره شوې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون اټکل کړی و، چې پر تقویتي نوملیکنې دوولس میلیون دالر لګښت راځي او شاوخوا دوه میلیون کسان به نوم لیکنه وکړي؛ خو د دغه بهیر په پای کې معلومه شوه، چې ایله درې سوه زره کسانو نومونه لیکلي وه.

Trending

Exit mobile version