تازه خبرونه
مسلمان عالمان دې د اسلامي امارت له مشر سره خبرې وکړي
(Last Updated On: تله ۱, ۱۴۰۲)
د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي؛ په کندهار کې یې د خپلو خبرو پر مهال پوره څرګنده کړې، چې که اسلامي امارت غواړي د نړیوالې ټولنې یوه برخه وي، باید همکاري وکړي.
هغه له سيانان سره په مرکه کې ویلي: ویلي مې دي، چې تاسې باید له مونږ سره یوځای کار وکړئ، چې قطر ته ورته یو اسلامي او عصري هېواد ولرئ.
قطر یو مسلمان هېواد دی؛ ښځې اجازه لري او ویاړي. دوی د ټولنې فعاله برخه ده. دوی خورا ګټورې دي. دوی مشرانې، وزیرانې او سفیرانې دي. دوی په هره کچه، په کار او ښوونځي کې دي.
د لوړو زدهکړو په برخه کې د دوی شمېر د نرینه وو پر پرتله ډېر دی.
محمد بن عبدالرحمن ویلي؛ دا د مسلمانو عالمانو اخلاقي مسوولیت دی، چې د اسلامي امارت له مشر مولوي هبة الله اخوندزاده سره خبرې وکړي.