تازه خبرونه

مسوولیتونه دې د شریعت له اصولو سره سم ترسره شي – د اسلامي امارت رهبر

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د جمعې پر ماښام د اسلامي امارت د رهبر د څرګندونو له مخې په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې لیکلي: “د خدای په لار کې له هیڅ ډول سختۍ څخه مه وېرېږئ. د قانون پر وړاندې د هیچا درناوی مه کوئ، ځکه د خدای رضا د قانون په پلي کولو کې ده. له تکبر، غرور، ځان‌ځانۍ، اختلاف او یو بل باندې له بې باورۍ څخه ډډه وکړئ. غفلت مه کوه؛ ځکه غفلت د منلو وړ عذر ندی.”

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۴, ۱۴۰۴

د اسلامي امارت رهبر هبة‌الله آخوندزاده په کابل ولایت کې چارواکو ته په یوه ورځني روزنیز سیمینار کې ویلي: “کله، چې تاسې خپل مسوولیتونه د اطاعت او شریعت له اصولو سره سم ترسره کوئ؛ خدای به تل له تاسې سره مرسته کوي او تاسې به هیڅکله ناکام نشئ.”

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د جمعې پر ماښام د اسلامي امارت د رهبر د څرګندونو له مخې په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې لیکلي: “د خدای په لار کې له هیڅ ډول سختۍ څخه مه وېرېږئ. د قانون پر وړاندې د هیچا درناوی مه کوئ، ځکه د خدای رضا د قانون په پلي کولو کې ده. له تکبر، غرور، ځان‌ځانۍ، اختلاف او یو بل باندې له بې باورۍ څخه ډډه وکړئ. غفلت مه کوه؛ ځکه غفلت د منلو وړ عذر ندی.”

د اسلامي امارت مشر زیاته کړې: “ځان پر بې‌ګټې او بې هدفه کارونو کې مه ښکېلوئ. د دښمن پر تبلیغاتو مه غولېږئ؛ ځکه، چې دښمن غواړي پخپلو تبلیغاتو ستاسې تر منځ نفاق رامنځته کړي. تاسې شل کاله د دښمن پر وړاندې جهاد وکړ. اوس باید د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې هم ودریږئ.”

هبة‌الله آخوندزاده ویلي: “علما او صالح خلک د سلګونو کلونو راپدېخوا له ټولنیز عبادت او سیاست څخه لرې ساتل شوي او نړۍ هڅه کوي، چې عالمان او صالح خلک ډډې ته وساتي. اسلامي نظام، جهاد، شریعت او الهي حدود یوازې په کتابونو او کیسو کې پاتې شول؛ خو د تمې خلاف او د خدای تعالی پر فضل په افغانستان کې سیاست اوس د عالمانو او ښو خلکو په لاس کې دی. خدای مونږ له یوې داسې ازموینې څخه تېر کړي یوو، چې مسلمانان له پېړیو راپدېخوا محروم ول او اوس مونږ ورسره مخ یوو؛ نو مونږ باید ډېر محتاط واوسو.”

د اسلامي امارت رهبر چارواکو ته ټینګار کړی: “د خدای شکر ادا کړئ او د خلکو خدمت وکړئ. هغه خلک، چې په تېرو وختونو کې یې ستاسې خدمت کړی؛ په خبرو او عملونو سره ستاسې ملاتړ کړی او قربانۍ یې ورکړي. اوس تاسې ته سترګې پر لار دي. اوس دا وخت راغلی، چې د دې خلکو ښه خدمت وکړو، له هغو سره مهربانه اوسوو، درناوی یې وکړو او د هغوی ترمنځ پر عدالت پرېکړه وکړو. اوس له مظلومانو سره د رحم کولو او د ظالم پر وړاندې د اقدام کولو وخت دی.”

Trending

Exit mobile version