تازه خبرونه
مسکو په افغانستان کې پر ځانګړو شرطونو د یوناما د ماموریت غځولو ته هیلهمن شو
کابلوف له یوې روسۍ ورځپاڼې «ایزوستیا» سره په مرکه کې ویلي، چې د یوناما د فعالیتونو د اغېزمنتیا په اړه ځینې پوښتنې موجودې دي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې مسکو تمه لري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) ماموریت له ځانګړو شرطونو سره وغځول شي.
کابلوف له یوې روسۍ ورځپاڼې «ایزوستیا» سره په مرکه کې ویلي، چې د یوناما د فعالیتونو د اغېزمنتیا په اړه ځینې پوښتنې موجودې دي.
هغه ویلي: «هو! البته ماموریت به وغځول شي، خو له ځانګړو شرطونو سره؛ ځکه د دې ماموریت د فعالیتونو په اړه پوښتنې شته. مونږ هیله لرو، چې دا ټولې برخې په پام کې ونیول شي.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال په مارچ میاشت کې د یوناما ماموریت د یو کال پر ځای د درې میاشتو لپاره وغځاوه. دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې واشنګټن د اسلامي امارت تر واک لاندې افغانستان ته د مرستو د بیا ارزونې غوښتنه وکړه.
د یوناما د راتلونکي په اړه بحثونه داسې مهال وړاندې کېږي، چې افغانستان اوس هم له بشري ناورین سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، میلیونونه افغانان د خوړو له کمښت، بېکارۍ او روغتیايي خدمتونو او لومړنیو آسانتیاوو ته د لاسرسي له کمېدا کړېږي.
روسیې له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو پراخېدا ته پام رااړولی دی او د سیمې د نورې بېثباتۍ او امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره یې له افغانستان سره د نړیوال تعامل له روان ساتلو ملاتړ کړی دی.
مسکو ټینګار کوي، چې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د اړیکو ساتل د بشري ننګونو د حل او د داعش په څېر ډلو پر ضد مبارزې لپاره اړین دي؛ هغه ډله، چې روسیه یې د سیمې لپاره ستر امنیتي ګواښ ګڼي.
دغه راز د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، چې مسکو افغانستان ته د بشري مرستو د وړاندې کولو اجازه ترلاسه کړې او که کابل رسمي غوښتنه وکړي؛ دغه مرستې به برابرې شي.
روسیې د روان کال په اپریل میاشت کې افغانستان ته نږدې ۴۰۰۰ ټنه د غنمو اوړه هم لېږلي دي.
تازه خبرونه
ښایي په نږدې راتلونکي کې افغان پلاوي روسیې ته سفر وکړي – ضمیر کابلوف
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې ښایي په نږدې راتلونکې کې د دواړو لوریو د هوکړې له مخې افغان پلاوي روسیې ته سفر وکړي.
کابلوف تاس خبري آژانس ته ویلي:« البته ښایي سفرونه ترسره شي؛ خو دا موضوع د دواړو لوریو له هوکړې سره تړلې ده.»
د روسیې د ولسمشر استازي زیاته کړې، په دې اړه خبري به په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پر ځانګړو هوکړو راوڅرخیږي.
ویل کیږي، چې دا څرګندونې کابل ته د روسیې د ولسمشر د استازي الکسي اوورچوک د سفر په لړ کې مطرح شوې دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پخوانی سفیر له افغانستان سره د سټراټیژیکې هوکړې او خبرو غوښتنه وکړه
په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان په یوه تازه مرکه کې ویلي، پاکستان باید د افغانستان پر همکارۍ (د دواړو لوریو) امنیتي اندېښنو ته د رسېدنې لپاره ګډې هڅې وکړي.
په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان له اسلامآباده غوښتي، چې له کابل سره په خپله تګلاره کې له پوځي چلند او زور کارولو ډډه وکړي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې بېرته پرانیزي او له افغانستان سره د امنیتي ننګونو د اواري لپاره سټراټیژیکه هوکړه وکړي.
په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان په یوه تازه مرکه کې ویلي، پاکستان باید د افغانستان پر همکارۍ (د دواړو لوریو) امنیتي اندېښنو ته د رسېدنې لپاره ګډې هڅې وکړي.
هغه ټینګار کړی، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د امنیتي ستونزو د اواري لپاره د پوځي لارې پر ځای خبرې او ګډه همکاري اغېزمنه لاره ده.
د پاکستان دغه پخواني ډیپلومات (د دواړو لوریو) ترمنځ د تګ راتګ د لارو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د ستونزو د اواري لپاره باید د فشار او زور پر ځای د خبرو او هوکړې لاره غوره شي.
منصور احمد خان زیاته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره پوځي تګلاره حللاره نه ده او د تحریک طالبان پاکستان( ټيټيپي) او بلوڅو د آزادۍ پوځ (بيالای) موضوعات د رغنده خبرو له لارې حل کېدی شي.
منصور احمد خان ویلي:« زما پر اند پوځي تګلاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو حللاره نه ده. افغانستان په هغه کچه پاکستان ته ګواښ نهدی، چې پاکستان دې پوځي تګلاره وکاروي. د ټيټيپي او بيالای موضوع د رغنده خبرو له لارې حل کېدی شي. که څه هم ستونزې شته، خو د خبرو له لارې د حل وړ دي.»
نوموړي وړاندیز کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې د استخباراتي چارو ګډ میکانیزم جوړ شي، چې د ټيټيپي فعالیتونه وڅارل شي او اړوند معلومات د دواړو لوریو پر همغږۍ وړاندې شي.
دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم له خپل پرتګالي سیال سره په لیدنه کې له افغانستان سره اختلاف د خبرو له لارې پر سولهییز حل ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي:« ما یو ځل بیا د سولهییزو خبرو او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوند پرېکړهلیکونو پر بنسټ د دغې شخړې د حل لپاره د پاکستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ. همدارنګه مې ټینګار وکړ، چې د افغانستان خاوره باید د هیڅ هېواد، په ځانګړې بڼه د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونهکارول شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو څو ځله د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې د کارولو ادعاوې رد کړې او له اسلامآباد څخه یې غوښتي، چې خپلې امنیتي اندېښنې دې د تورونو پر ځای له کابل سره د مخامخ خبرو له لارې وړاندې کړي.
افغان شنونکي هم وایي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ کړکېچونه پوځي حللاره نهلري؛ دواړه لوري باید د متقابلو تورونو د دوام پر ځای د اختلاف د حل لپاره خبرو او همکاریو ته مخه کړي.
تازه خبرونه
په تېره یوه میاشت کې له هرات څخه د ۲۱ میلیون ډالرو پر ارزښت صادرات شول
د دې دفتر د څرګندونو له مخې؛ په دې صادراتو کې د هرات د صنعتي ښارګوټي د محصولاتو ارزښت ۱۴ میلیون او ۴۱۶ زره او ۴۹۳ ډالر او د کانیزو محصولاتو ارزښت ۷ میلیون او ۸۲ زره او ۱۱۳ ډالر ته رسېږي.
د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې په تېره یوه میاشت کې د دې ولایت له صنعتي او کانیزو محصولاتو څخه د ۲۱ میلیون او ۴۹۸ زره ډالرو پر ارزښت توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د دې دفتر د څرګندونو له مخې؛ په دې صادراتو کې د هرات د صنعتي ښارګوټي د محصولاتو ارزښت ۱۴ میلیون او ۴۱۶ زره او ۴۹۳ ډالر او د کانیزو محصولاتو ارزښت ۷ میلیون او ۸۲ زره او ۱۱۳ ډالر ته رسېږي.
د صنعتي محصولاتو په برخه کې پنبه تر ټولو زیاته ونډه لري، چې ارزښت یې له ۱۳ میلیون ډالرو ډېر ښودل شوی دی.
انرژي، څښاک توکي، د میوو اوبه، بخارۍ، پنیر، مربا، بسکویټ، د ګازو ټانکرونه، زعفران، بخار دیګونه، خواږه، کېک، د پنبې تار او تفلون ټیپ د هرات د صنعتي ښارګوټي نور صادراتي محصولات دي.
د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر زیاته کړې، چې دغه شمېر بهرنیو بازارونو ته د دې ولایت د صنعتي او کانیزو برخو د صادراتي فعالیتونو څرګندونه کوي.
