تازه خبرونه

مسکو ښايي په افغانستان کې کونسلي خدمات ډېر کړي – د روسیې سفیر

دمیتري ژیرنوف زیاته کړې چې روسیه به د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د اسلامي امارت د ایستلو لپاره خپلو ګټو ته پام وکړي.

Published

on

په کابل کې د روسیې سفیر له تاس خبري سرچینې سره په مرکه کې ویلي، چې مسکو په افغانستان کې د نورو قونسلګریو د پرانستلو شونتیا نه‌ردوي.

دمیتري ژیرنوف زیاته کړې چې روسیه به د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د اسلامي امارت د ایستلو لپاره خپلو ګټو ته پام وکړي.

نوموړي په یوه مرکه کې چې د سې شنبې په ورځ (د سرطان ۳۰مه) خپره شوه، ویلي چې هر هېواد له اسلامي امارت سره په اړیکو کې خپله انګیزه لري.

ژیرنوف په افغانستان کې د روسیې د سفارتونو د بیا پرانستلو په اړه ویلي، چې تر اوسه ورته اړتیا نه وه؛خو په راتلونکي کې ممکنه ده.

هغه زياته کړې؛ افغانستان او روسيې له ١٩١٩ کال راپدیخوا ډيپلوماټيکې اړيکې ټينګې کړي او پر دې سربېره په کابل کې د دغه هېواد کونسلګرۍ په مزارشريف، هرات او ميمنه کې فعالې دي او ټاکل شوې،  چې په جلال‌آباد کې هم پرانيستل شي.

هغه د خرابو امنیتي حالاتو له کبله افغانستان ته د روسي وګړو د تګ لامل یې څه نا څه دوه میاشتې مخکې پر سیلانیانو د داعش برید په بامیان ولایت کې د بهرنیو وګړو د امنیت نشتوالي د مثال په توګه یاد کړ.

دمیتري ژیرنوف د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستل د هېواد په ملي ګټو پورې تړلي وګڼل او څرګندوي، چې اسلامي امارت د سیمې د ټولو هېوادونو د ترهګرو په نوملړ کې نه دی.

هغه زیاته کړې، هر هېواد دا پرېکړه له افغانستان سره د خپلو اړیکو او ګټو په نظر کې له نیولو سره کوي.

له دې مخکې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د زمري په میاشت کې ویلي وه، چې په روسیه کې تر بندیز لانې ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم د ایستلو وړاندیز د وروستۍ پرېکړې لپاره ولادمیر پوتین ته استول شوی دی.

کابلوف ویلي، چې د اسلامي امارت په اړه اوس څه نا څه مسایل شته او له حل وروسته به یې په اړه پرېکړه وشي.

 

اړوند خبرونه:

د افغانستان او روسیې اړیکې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي – امیر خان متقي

 

افغانستان او روسیه په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د ډالرو کارول پریږدي

Trending

Exit mobile version