سیمه ییز خبرونه

مشرانو جرگې د سرحدي پولو او خلكو د ژغورنې غوښتنه بيا وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

مشرانو جرگې يو ځل بيا پرافغانستان د ايران او پاكستان راكټي بريدونه غندلي؛ له حكومت او امنيتي چارواكو يې غوښتي، چې د اساسي قانون له مخې بايد له خپلو صلاحيتونو گټه پورته كړي او د خپلي خاورې او خلكو ساتنه وكړي.

د مشرانو جرگې يو شمېرغړي وايي، چې:

ايران په افغانستان كې پوځي، كلتوري او مذهبي ستونزو ته لمن وهي، چې دا د افغانستان لپاره ترهر څه ډېرخطرلري.

د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال عبدالعزيز كريمي څرگندوي :

ايران د تېرې چهارشنبي په ورځ(د تلې ۲۰) پرافغانستان له هغې وروسته د هاوان ٧ گولۍ وويشتلې، چې په نيمروز ولايت کې د يوه کلي د ملکيت پرسر د دواړو لوريو ترمنځ لانجه پيدا شوه.

د رپوټونو له مخې د ايران په بريد كې يو ماشوم وژل شوي او يو بل تپي دى.

مشرانو جرگې خپله د يكشنبي ورځ(د تلې ۲۴) عمومي غونډه پرافغانستان د ايران د بريد مسئلې ته ځانگړې كړې وه.

په مشرانو جرگه كې د نيمروز استازې صالحې ميرزاد وويل، چې:

ايران د افغا نستان په چارو كې په  ښكاره مداخله كوي.

د مشرانو جرگې غړى څمكنى وايي:

په نيمروز ولايت كې پر دولتي پوستونو مقرري هم د ايران په خوښه تر سره كيږي.

د مشرانو جرگې بل غړى هدايت الله رهايي وايي، چې:

ايران او پاكستان د افغانستان او امريكا ترمنځ  د ستراتيژيك تړون له لاسليك كېدو اندېښمن دي او له همدې كبله د افغانستان په كورنيو چارو كې لاسوهنه كوي.

د مشرانو جرگې رييس فضل هادي مسلميار له  حكومت او امنيتي چار واكو غوښتنه وكړه، چې د ايران او پاكستان  د مداخلاتو او بريدونو مخه دې وينسي او د صلاحيتونو له مخې بايد له خپلې خاورې دفاع وكړي .

په كابل كې د ايران سفارت مطبوعاتي مسوول آريانا ټلويزيون ته د ټيليفون پر كرښه د ايران لاسوهنه ونه منله او زياته يې كړه، چې په نيمروزكې د يو څه وخت لپاره د ځايي اوسيدونكيو او د ايران د ځايي چارواكو ترمنځ د تېروتنې له كبله ستونزه را ولاړه شوې، چې اوس حل شوې ده.

ايران د افغانستان گاونډ هېواد دى، چې شاوخوا يو ميليون كډوال په دغه هېواد كې اوسيږي.

پردغه هېواد توردى، چې د افغانستان له وسله والو مخالفينو سره هم پوځي مرستې كوي، خو دغه هېواد تل دا تورونه رد كړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version