سیمه ییز خبرونه

مشرانو جرگې د ښځو نړيواله ورځ ونمانځله

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

مشرانو جرگې د ځانگړيو مراسمو په ترڅ كې د مارچ  اتمه، چې د ښځو نړيواله ورځ ده ونمانځله.

په مشرانو جرگه كې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړو شويو مراسمو كې د مشرانو جرگې رييس فضل الهادي مسلميار وويل، چې:

ښځو ته په كار ده، چې خپلو حقوقو ته د رسيدو لپاره په قرآن كريم او نبوي احاديثو منگولې ټينگې كړي. اسلام سلگونه كاله مخكې د ښځې او نارينه د ژوند او حقوقو په اړوند سپارښتنې كړي دي.

ښاغلى فضل الهادي مسلميار وايي، چې:

د نارينه او ښځو حقوق په اسلام كې روښانه دي او خپلو حقوقو ته د رسيدو لپاره په كار ده ، چې په  شريعت او نبوي احاديثو عمل وشي. په اوسنيو شرايطو كې د افغان دولت وسلوال مخالفين د ښځو زياتره حقوق تر پښو لاندې كوي.

په دغو مراسمو كې  بيات بنياد يو شمېر ښځو ته د گلانو گېډۍ او نغدي پيسې ډالۍ كړې، چې مشرانو جرگې رييس او غړيو وستايه.

بيات بنياد د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې بيخبنايي پروژې بشپړې كړي، چې روغتونونه ، ښوونځي او وړكتونونه يې د يادولو وړ برخې دي.

د ښاغلي احسان الله آرينزي په وينا، د مور و ماشوم هوساينه او د ژوندانه ښوالى د بيات بنياد موخه ده.

د يادونې وړ ده، چې مشرانو جرگې هم هغو ميرمنو ته، چې د ملي شورا خدماتي چارې تر سره كوي ډالۍ وركړ شوې.

Trending

Exit mobile version