سیمه ییز خبرونه
مشرانو جرگې د ۱۳۹۲ل كال د ملي بوديجې د لگښتونو په اړه يو شمېر چارواكي وپوښتل
مشرانو جرگې د ۱۳۹۲ل كال د ملي بوديجې د لگښتونو او پروگرامونو په اړه د كرنې، فوايد عامي او د كليو د بيا جوړولو او پراختيا وزيران عمومي غونډي ته غوښتي ول.
د دې وزارتونو د چارواكو په وينا:
په ملي بوديجه كې د محدوديتونو له كبله ځانگړې شوې پيسې كافي نه دي، خو بيا هم داسې پروگرامونه ترلاس لاندې دي، چې تر يوه بريده د خلكو ستونزې حل او پراختيايي چارې سرته ورسيږي.
د كرني، فوايد عامي او د كليو د بيا جوړولو او پراختيا وزيران د ۱۳۹۲ل. كال د ملي بوديجي په اړه د دوى د پروگرامونو او ستونزو د اوارولو په موخه، چې د كرنې، سړكونو او د بيخبنايي پروژو په برخه كې خلك ورسره مخ دي، د مشرانو جرگې عمومي غوندې ته د يكشنبې په ورځ(دليندۍ۵) غوښتل شوي ول.
مشرانو جرگې د فوايد عامي پر وزيرله دې كبله نيوكه وكړه، چې خپل پروگرامونه پخپل وخت سرته نه رسوي.
د فوايد عامي وزيرنجيب الله اوژن دغه ستونزه مني او وايي، چې:
د دغه وزارت د كارپه وړاندې خنډ د قرارداديانو د وړتياوو ټيټوالى او د پروژو د طرحې او ډيزاين د تداركاتو د سيستم له كبله دى، چې پخپل وخت سرته نه رسيږي.
د كليو د بيا جوړولو او پراختيا وزير ويس برمك وايي، چې:
موږ د ټول هېواد په كچه متوازن پروگرانونه خلكو ته چمتو كړي دي.
د كرنې او مالدارۍ وزير محمد آصف رحيمي وويل:
اړوند اداره به مو د روان كال د پراختيايي بوديجې په سلو كې ۵۴ برخه د ليندۍ مياشتې تر پايه ولگوي.
ده زياته كړه:
د راتلونكي كال په بودجه كې هم د كرنيزو تخمونو، ځنگلونو، سړو خونو او گدامونو جوړيدو لپاره ډېر پرگرامونه ترلاس لاندې دي، چې د غذايي مصونيت په برخه كې پرتې ستونزي حل شي.
د كرني وزير ټينگار وكړ، چې:
د كرنې په برخه كې د كابل او توكيو د كنفرانسونو له ژمنو سره سم به په نږدې راتلونكي كې د كرنې هر اړخيز پراختيايي پروگرام او د اوبو او طبيعي سرچينو ملي پراختيايي پروگرام، چې يو نيم مليارد ډالر لگښت لري، د مرسته كوونكيو هېوادونو وغوښتل شي.
د دې پروگرامونو د تطبيق لپاره له درې څخه تر پېنځه كلونو موده په پام كې نيول شوې، چې د غذايي خونديتوب لپاره ډېره گټوره چاره ده.