تازه خبرونه
مشورتي جرګه کمپایني کړنه ده او ورسره به پرېکون وشي
د ولسمشرۍ احتمالي نوماندانو په یوه ګډه ناسته کې له جوړیدونکې مشورتي لویې جرګې سره مخالف اعلام کړی او وایي، چې دا جرګه د ولسمشر د ټاکنیز کمپاین یوه برخه ده او مونږ به ورسره پرېکون وکړو.
حکومت غواړي د خلکو له استازیو وپوښتي، چې له طالبانو سره په کوم لیدلوري او دریځ خبرې وکړي؛ خو په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني سیاسي سیالان دا جرګه بې ګټې او د اوسنیو مشرانو بې وخته ټاکنیزکمپاین بولي.
د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند شهاب حکیمي وایي، چې د ولسمشیزو ټاکنو نوماندان دغه جوړیدونکې مشورتي جرګه نه مني او نه غواړي، چې په کې ګډون وکړي.
په دې جرګه کې له بېلابېلو ولایتونو څخه د ولسمشر غني کمپاینران راټولیږي او د ده د خوښې پرېګړه اعلاموي.
د مشورتي جوړیدونکې لویې جرګې د تر سره کیدو کمیسیون ډاډ ورکوي، چې حکومتي چارواکي به له دې جرګې هیڅ ګټه وانخلي.
د جوړیدونکې مشورتي جرګې د چمتوالي کمیسیون مرستیال ضیاالحق امرخېل وایي؛ هیله من یم، چې د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماندان دا ملي بهیر له ننګونو سره مخ نکړي. په دې جرګه کې د بېلابېلو پوړیو استازي ګډون کوي او حکومت یې په پرېکړو کې هیڅ راز لاسوهنه نکوي.
د لږکیو استازي وایي، دې جرګې ته د سولې پیغام لري او دا راز خپلې اندېښنې به هم شریکې کړي.
په ولسي جرګه کې د هندوانو استازی نرندرسنگ خالصه وایي؛ مونږ اته کسان په دې جرګه کې ګډون کوو؛ زمونږ غږ د سولې غږ دی او مونږ غواړو، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله رامنځته او په کې د هر سړي حقوق خوندي وي.
دا مهال دې جرګې ته د خلکو د استازیو د ګمارلو بهیر روان دی او په ځینو ولایتونو کې د درغلیو له ادعاو او نښتو هم خبر ورکړ شوی دی.
خبریال: شاهپور فرهمند