تازه خبرونه
مصري پلاوي د بهرنيو چارو وزارت له دوهیم سياسي رییس سره وکتل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې مصري پلاوي او دیپلوماتانو د دوشنبې پر ورځ ( د زمري ۱۶ ) په کابل کې د دې وزارت د دوهیم سیاسي رياست له ریيس سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل پر ایکس رسنۍ ( چې پخوا تویتر یادېده) څرګنده کړې، چې د مصري پلاوي مشر حسن عبدالسلام النجار، په کابل کې د مصر سفارت لومړي سکرتر او د قونسلى چارو مسوول محمد احمد عبدالحلیم د بهرنیو چارو وزارت د دوهيم سیاسي رياست له رییس فيضان الله ناصري سره وكتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې د مصري پلاوي مشر په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د اسلامي امارت د دوه کلنو لاسته راوړنو په تېره بیا په افغانستان کې د سرتاسري امنیت او اقتصادي ثبات له خوندي کولو درناوی وکړ.
ویل کیږي، چې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د اړيکو د پراختيا پر څرنګوالي بحث، ټينګار او د نظريو تبادله وکړه.
