تازه خبرونه

ملا برادر او د آذربایجان لومړي وزیر د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

په دې کتنه کې، چې د دې هېواد په پلازمېنه باکو کې تر سره شوې شوې؛ دواړو خواوو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه بحث او اندونه تبادله کړل.

Published

on

د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، چې د اقتصادي همکاریو ټولنې (ایکو) په اووه‌لسمه غونډه کې د ګډون او وینا لپاره آذربایجان جمهوریت ته تللی؛ د دې هېواد له لومړي وزیر علي اسدوف سره د لیدنې پر مهال د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې، چې د دې هېواد په پلازمېنه باکو کې تر سره شوې شوې؛ دواړو خواوو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه بحث او اندونه تبادله کړل.

ملا برادر د آذربایجان له رسمي بلنې او تود هرکلي مننه کړې ده.

د یوې رسمي رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ ملا برادر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکې کچې د لوړولو غوښتنه وکړه او وړاندیز وشو، چې د آذربایجان جمهوریت دې رسماً د اسلامي امارت وړاندیز شوی سفیر ومني. هغه له آذربایجان څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د تېلو او ګازو استخراج، د اوسپنې‌پټلۍ شبکې پراختیا، د لمریزې او بادي انرژۍ تولید او د کرنې میکانیزم په برخه کې پانګونه وکړي او خپلې تجربې شریکې کړي. هغه د لاجورد دهلیز د فعال ساتلو پر اړتیا هم ټینګار وکړ او دا یې د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییزې اړیکې او سوداګرۍ د پراختیا لپاره اړین یادکړ.

په دې رسنیزې خبرپاڼه کې راغلي: « د آذربایجان لومړي وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ پر مذهبي او کلتوري مشترکاتو ټینګار وکړ. »

دغه راز هغه د کانونو د اکتشاف، د نوي کیدونکې انرژۍ، د اوبو مدیریت، ټرانسپورټ او تخصصي روزنې په برخو کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړ.

نوموړي د آذربایجان له لارې ترکیې ته د افغانستان د ډبرو سکرو له لېږد ملاتړ وکړ او د افغان سوداګرو لپاره د ویزې آسانتیاوې، د زده‌کوونکو لپاره بورسونه او په دې هېواد کې یې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب ژمنه وکړه.

دواړو خواوو خپله غونډه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د عملي اقداماتو د پیل کولو لپاره یو ښه فرصت وباله.

Trending

Exit mobile version