تازه خبرونه
ملا برادر او د م.م د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخواني رییس د کنارو پر بدیل کښت ټینګار څرګند کړ
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې پر ورځ ( د کب څوارلسمه ) په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې له پخواني اجرائیوي ریيس پينو الارچي سره وکتل.
د دې لیدنې پر مهال دواړو لورو په افغانستان کې د اسلامي امارت لهخوا د نشهيي توکو پر وړاندې پر ترسره شوې مبارزې او په دغه برخه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې پر راتلونکیو ګډو همکاریو بحث او خبرې وشوې.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ اسلامي امارت له تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو راپدیخوا په افغانستان کې د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې پوره مبارزه کړې، چې اوسمهال یې د تولید او قاچاق کچه څه نا څه صفر ته رسېدلې ده.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت زرګونه پر نشهيي توکو روږدي کسان د درملنې لپاره راټول کړي، ښه درملنه یې شوې او د کاري زمینې برابرولو لپار ورته د حرفوي زدهکړو پروګرامونه پيل شوي دي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د یوه خپلواک نظام او سرتاسري امنیت له راتلو سره د نشهيي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره ښه زمینه برابره شوې او نړیوالې ټولنې کولی شي په دې برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخواني اجرائيوي ریيس پينو الارچي د نشهيي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې او څرګندوي، چې نړیواله ټولنه مکلفیت لري، چې افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بدیلو کښتونو د وړاندې کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډه همکاري وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دی په پام کې لري، چې ډېر ژر په کابل کې نړیوال کنفرانس جوړ او د دغه کنفرانس له لارې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو د وړاندې کولو لپاره د نړیوالو مالي ملاتړ خپل کړي.