تازه خبرونه

ملا برادر د هرات پاشدان بند پروژې د پاتې کار پرانیسته وکړه

Published

on

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هرات ولایت ته د سفر پر مهال د پاشدان اوبو او برښنا بند د پاتې کار پیل اړین یاد کړ او څرګندوي، چې پخپل وخت به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د رییس  الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي؛ د پاشدان بند پروژه يوه اړینه ملي پروژه ده، چې هڅه کیږي په خپل وخت بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د اوبو د دغه بند د جوړېدو چارې له څه باندې یوې لسیزې راپدیخوا روانې دي، چې په دې موده  کې یې د کار بهیر له ګڼو خنډونو سره مخ شوی؛ خو اوس له درې کلن ځنډ وروسته د دغې پروژې چارې پیل شوې.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې پروژې د پرانستلو پر مهال ویلي؛ د اوبو بندونه جوړول د اسلامي امارت کاري لومړیتوب دی.

د دغه بند پر جوړولو څه باندې ۱۱۷ میلیون ډالره لګښت راځي، چې نږدې ۸۵ سلنه چارې یې بشپړې شوي او د روان کال تر پایه به په بشپړ ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دې پروژې له بشپړېدو سره به شاوخوا ۶۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او زرګونه کسانوته د کار زمینه برابره شي.

د اوبو دغه بند د هرات د کرخ ولسوالۍ پر سیند جوړیږي، چې له څه باندې یوې لسیزې راپدیخوا یې کار ځنډنې روان دی. اوس اسلامي امارت هوډ کړی، چې د دغې ملي پروژې چارې بشپړې کړي.

د پاشدان اوبو او برېښنا بند د جوړېدو چارې د یوه کورني شرکت له لوري د آذربایجاني شرکت پر همکارۍ پر مخ وړل کېږي.

د دې پروژې انجنیر عبدالله غازي زاده ويلي، د اوبو او برښنا دغه بند تر ډېره د کرنې او څښاک د اوبو لپاره جوړېږي، چې د اوبو د زیرمو د ښه مدیریت لپاره به شاوخوا ۷۳ کیلومټره واړه او لوی کانالونه هم ولري.

اوس‌مهال په دې پروژه کې شاوخوا ۴۰۰ کسان په مستقیم ډول کار کوي.

ویل کیږي، چې دغه بند ۵۴ میلیون مټر‌مکعب اوبه زیرمه کوي، چې د کرنې او څښاک صحي اوبو لپاره به وکارول شي.

Trending

Exit mobile version