تازه خبرونه
ملا برادر د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه د ترکمنستان له ملي مشر سره ولیدل
ملا برادر له ترکمنستان څخه وغوښتل؛ دواړه هېوادونه د ګاز بیې په اړه هوکړې ته ورسېږي او د بیې ټاکلو فورمول داسې بدل شي، چې پر بیه د اروپايي بازارونو د بیو د سختو بدلونونو د اغېز مخنیوی شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال، نن(دوشنبه د زمري نولسمه ) په تورغونډۍ کې د ترکمنستان له ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف سره د ټاپي پروژې پر وروستیو پرمختګونو او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ راتلونکو اقتصادي همکاریو خبرې وکړې.
د ریاستالوزراء د خبرپاڼې له مخې؛ ملا برادر ویلي؛ په هرات کې د ټاپي پروژې چارې ښې روانې دي او تمه ده، چې پاتې برخې یې پر ټاکلي وخت بشپړې شي.
ملا برادر له ترکمنستان څخه وغوښتل؛ دواړه هېوادونه د ګاز بیې په اړه هوکړې ته ورسېږي او د بیې ټاکلو فورمول داسې بدل شي، چې پر بیه د اروپايي بازارونو د بیو د سختو بدلونونو د اغېز مخنیوی شي.
هغه وړاندیز وکړ، چې د ګاز تړون دې د اوږدې مودې لپاره وشي؛ شرایط دې یې ساده وي او د تړون د بیاکتنې لپاره دې د انعطاف وړ کړنلاره په پام کې ونیول شي.
نوموړي په هرات کې د ګاز د وېش او لګښت شبکې د جوړولو، د ټاپي پروژې د پاتې موضوعاتو د اواري لپاره د ګډې تخنیکي او حقوقي کمیټې د جوړولو او په دې پروژه کې افغانانو ته د ډېرو کاري فرصتونو د برابرولو لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.
برادر ویلي؛ ټاپي پروژې د افغانستان او ترکمنستان سټراټېژیکې همکارۍ پیاوړې کړې دي او دواړه لوري باید د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د نفتو د لېږد لپاره د آقکریم بندر د پرانیستو، په ترکمنباشي بندر کې د افغانستان د ټرانزیټي مالونو لپاره د آسانتیاوو برابرولو، د لاجورد لارې بیا فعالولو ته د شته ستونزو د حل او د هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنېپټلۍ د بیارغونې او پراختیا په برخو کې ګډ کار وکړي.
هغه له ترکمنستان څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د برښنا او ټرانسپورټ په برخو کې له سترو اقتصادي پروژو ملاتړ وکړي.
په دې لیدنه کې قربانقلي بردي محمدوف ویلي، چې د ترکمنستان او افغانستان اړیکې د ښه نیت او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ پیاوړې شوې او په بېلابېلو برخو کې یې د ګډو همکاریو زمینه برابره کړې ده.
محمدوف زیاته کړې؛ ترکمنستان چمتو دی، چې هرات ته د ټاپي نللیکې د غځولو ترڅنګ، په دې ولایت کې د ګاز د وېش شبکې د جوړولو او د ټاپ پروژې د عملي چارو د پیل په برخه کې همکاري وکړي. هغه ویلي، چې یو شمېر بهرنیو شرکتونو په ټاپ پروژه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
هغه همداراز ویلي؛ عشقآباد چمتو دی، چې په ترکمنباشي بندر کې د افغانستان د ټرانزیټي او سوداګریزو مالونو لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي د دواړو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره د لاجورد لارې د بیا فعالولو په موخه پر ګډو هڅو هم ټینګار کړی دی.
د ترکمنستان ملي مشر افغان لوري ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د برښنا او اوسپنېپټلۍ په برخو کې د پیل شویو پروژو چارې به پر ټاکلي وخت او چټکۍ بشپړې شي.
په پای کې دواړو لوریو هوکړه کړې؛ د ټاپي، ټاپ، فایبر نوري او اوسپنېپټلۍ پروژو د څارنې او پلي کولو لپاره به د لوړپوړیو چارواکو پر مشرۍ تخنیکي کمیټه جوړه کړي، چې د دغو پروژو د پلي کېدا بهیر ښه پر مخ یووړل شي.