تازه خبرونه

ملا برادر په آذربایجان کې د باکو نړیوال له بحري بندره لیدنه وکړه

د ریاست الوزراء دفتر د شنبې پر ورځ په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې سفر کې، چې د باکو نړیوال بحري بندر او اوسپنې‌پټلۍ چارواکو په کې ګډون کړی و؛ دوی اعلان کړه، چې چمتو دي د دې بندر له لارې، چې د لاپیس لازولي دهلیز پر لار موقعیت لري ترکیې او اروپا ته افغان صنعتي توکي، کرنیزې محصولات او کاني توکي صادر کړي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۵, ۱۴۰۴

د ریاست الوزراءاقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په آذربایجان کې د باکو نړیوال بحري بندر څخه لیدنه وکړه او له آذربایجاني چارواکو یې وغوښتل، چې له لارې د افغان صادراتو ته آسانتیاوې برابرې کړي.

د ریاست الوزراء دفتر د شنبې پر ورځ په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې سفر کې، چې د باکو نړیوال بحري بندر او اوسپنې‌پټلۍ چارواکو په کې ګډون کړی و؛ دوی اعلان کړه، چې چمتو دي د دې بندر له لارې، چې د لاپیس لازولي دهلیز پر لار موقعیت لري ترکیې او اروپا ته افغان صنعتي توکي، کرنیزې محصولات او کاني توکي صادر کړي.

د آذربایجان چارواکو هم له ایران څخه روسیې ته د افغان سوداګریزو توکو د لېږدولو لپاره د اوسپنې پټلۍ کارولو لپاره خپل چمتووالی وښود.

د دې سفر په بهیر کې دواړو خواوو ګډې تخنیکي کمیټې وټاکلې، چې د دې بندر له لارې د ګډې سوداګرۍ او ټرانزیټ رامنځته کولو او د افغان صادراتو د آسانتیا لپاره زمینه برابره، آسانتیاوې رامنځته او ټرانسپورتي لارې و ارزوي.

د باکو نړیوال بحري بندر اوسمهال د ۱۵ میلیون ټنو توکو د لېږدولو کلنی ظرفیت لري، چې تمه ده په راتلونکي کې ۲۵ میلیون ټنو ته لوړ شي.

Trending

Exit mobile version