سیمه ییز خبرونه

ملي اردو له سیاسته لیرې دي او په ټاکنیزو ستونزو کې به دخیل نشي- محمدی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي دفاع وزیر وایي، ملي اردو له سیاسته لیرې دي او پرې به نږدي، چې په ټاکنیزو ستونزو کې دخیل شي.

 

حمید صدیقی گزارش راکوي، چې د پنجشنبې په ورځ(د وږي۲۰) د کابل د پوځ له ښوونیز مرکز څخه دوه زره افسران، بریدمنان او سرتېري فارغ شول، چې جگړې ته ولاړ شي او له دښمنانو سره وجنگیږي.

د افغانستان د ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي د فارغانو په دې ناسته کې له مخالفینو سره د دغو ځواکونو جگړې وستایلې او څرگنده یې کړه، چې په ټاکنیزو ناندرو کې ملي اردو ناپېیلی دی.

هغه ټینگار وکړ، چې د ۲۰۱۴ م کال تر پایه د امنیتي مسوولیتونو پېنځم او وروستی پړاو بشپړ کیږي او افغان ځواکونه د ټول هېواد د  امنیتي خوندیتوب مسوولیتونو ته اوږه وکوي.

د ملي دفاع وزیر یوځل بیا ټینگاروکړ، چې پردي هېوادونه د افغانستان وسلوال مخالفین تمویلوي او هغه د افغانانو په وړاندې جگړې ته رالیږي.

نوموړي د طالبانو او جگړې سرچینه له پولې پورې غاړه وگڼلې.

د افغان ملي ځواکونو ستر درستیز جنرال شېر محمد کریمي وایي، افغان ملي ځواکونه نه یواځې له طالبانو سره، بلکې له بهرنیو دښمنانو سره هم جنگېږي.

د پوځي چارواکو له خوا تېرې ۵ میاشتې ډېرې خونړۍ  گڼل شوي؛ ځکه، چې د دوی په وینا، مخالفینو فکر کاوه، چې د بهرنیو ځواکونو له وتو سره به ډېرې سیمې له ملي ځواکونو ونیول شي.

دغه افسران، بریدمنان او سربازان په داسې حال کې فارغیږي، چې په ډېرو ولایتونو کې له مخالفینو سره جگړه روانه ده؛ خو دا هیله کیږي، چې د دوی له فارفیدو سره به د ډېرو ولایتونو امنیتي حالت هم ښه شي.

Trending

Exit mobile version