تازه خبرونه

ملي امنیت، د پولیسو اکادمۍ د محصلینو پر موترو د برید عاملین وژلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱

د ملي امنیت د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د ملي امنیت ریاست ځانګړیو قطعاتو (د ۱۳۹۵ کال د تلې ۴) په یو لړ شپنیو عملیاتو کې، چې د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالی د بادام کلي پراړوند سیمه تر سره شوي د ملا محمود مشهور په فاتح او عزیزالله مشهور په اعزامی او د حقاني ترهګری ډلي د ۱۵ کسیزي ډلي قومندان او د یادې ترهګری ډلي د ځانمرګو بریدونو مسوولین، چې د میدان وردګو او کابل ولایت په لویه لار کې یې د پولیسو اکادمی پر محصلینو د برید مسوولیت درلود؛۶ ترهګر او یو  ځانمرګی برید کوونکی وژلي او ۲ نور نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دښمن یو ځانمرګی واسکت او ۴موترسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

په دې خبري څرګندونه کې زیاته شوې، چې یو میل پیکا، دوه میله کلاشینکوف، یو میل ګرینوف او یو اندازه مهمات او چاودیدونکي توکي هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د یادونې وړ ده، چې په  دې برید کې ۳۰ تنه ووژل شول او ۵۸ نور ټپیان شوي وه.

Trending

Exit mobile version