تازه خبرونه
ملي امنیت د برښنا ستنو ۴ ړنګوونکي نیولي
د ملي امنیت عمومي ریاست څرګنده کړې، چې په پروان ولایت کې د دې بنسټ ځانګړیو ځواکونو یوه ۴ کسیزه ډله د یوه مشر په ګډون نیولې، چې برښنا ستنې یې پر بمي چاودنو ویجاړولې.
د ملي امنیت عمومي ریاست زیاته کړې، چې دا ۴ کسان د داعش جنګیالو غړي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغو کسانو د نیولو تر څنګ یو شمېر مهمات هم د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د افغانستان برښنا شرکت له هېوادوالوغوښتي، چې د برښنا ستنو په امنیت چمتو کولو کې برخه واخلي.
د برښنا شرکت ویاند محمد هاشم نیازي سنګر ویلي: مونږ له خلکو وغوښتل، چې د برښنا ستنو د امنیت په اړه خپلې طرحې له مونږ سره شریکې کړي. مونږ هیله من یو، چې په دې توګه به پر روان حالت بریالي شو.
برښنا شرکت له تېرو ۲۰ ورځو را پدیخوا خلکو ته پوره برښنا نشي رسولی، چې خصوصي سکتور ترې ډېر زیانمن شوی دی.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي ویلي، چې په کابل کې د برښنا نشتون زمونږ د تولید کچه په سلو کې ۸۰ راټیټه کړې او حکومت باید د دې وضعیت لپاره مناسب حل ومومي.
د یادونې ده، چې په تېرو شپږ میاشتو کې لږ تر لږه ۳۹ برښنا ستنې پر بمونو الوځول شوې او د کابل په ګډون یې د یو شمېر ولایتونو برښنا پرې کړې ده
