سیمه ییز خبرونه

ملي امنیت ریاست د سلما بند د ويجاړولو پلان شنډ کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي امنيت رياست وايي، چې د سلما بند د ويجاړولو هغه پلان يې شنډ كړى، چې په پاكستان كې طرحه شوى و. د ملي امنيت د مسئولينو په وېنا ۱۳۰۰ كيلوګرا مه هغه چاودېدونكي تو كي يي نيولي، چي د سلما بند د له منځه وړلو لپاره له پاكستان څخه دهرات ولايت ته راوړل شوي وو.

د سلما بند د افغانستان په لوېديځ كې پروت دى، چې د هېواد يو له لويو اقتصادي پروژو څخه ګڼل كېږي.

د دغه بند د رغولو چارې د هندوستان لخوا په مخ وړل كېږي.

دا فغانستان د ملي امنيت د ویاند مرستیال شفیق الله طاهري وايي:

د سيمې استخبارات د دغه بند د جوړېدو د مخنيوي هڅې كوي.

د دغه بند د ويجاړولو پلان د ملي امنيت د معلوماتو له مخې په كويټه كې د ملا عبدالغني په نوم د يوه طالب قومندان لخوا، چې استخباراتي كړيو يې مرسته كوله جوړ شوى وو.

د سلما بند د جوړونې چارې اته كاله وړاند ې پېل شوي.

دغه بند له پنځه سوه متر مكعب څخه د زياتو اوبو د ذ خيرې وړتيا لري، چي لدې څخه به د ځمكو د خړوبولو لپاره هم ګټه واخيستل شي.

د مسئولينو په وېنا دغه بند د اويازره هكتار كرنیزې ځمكې تر څنګ ۴۲ ميګا واټه برېښنا د توليد وړتیا هم لري.

د سلما د بند د جوړولو د بنسټ ډبره د سردار محمد داود خان په وخت كې د هندوستان له خوا كېښودل شوه، خو د كورنيو جګړو له امله يی د رغونې چارې تر ۲۰۰۵ كال پورې ودرېدې.

اوسنيو نا امنيو يو ځل بيا هغه اندېښنې راپورته كړي، چي ښايي د دغه بند كارونه يو ځل بيا وځنډ ېږي.

Trending

Exit mobile version