بی بی سی پښتو

ملي امنیت شورا: نن ۹۰۰ طالب بندیان خوشي کېږي

Published

on

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د کوچني اختر پر درېیمه ورځ (مې ۲۶مه) د سولې هڅو د بریا، د اوربند د دوام او د مخامخ خبرو د چټک پیل لپاره به ۹۰۰ نور طالب بندیان خوشي شي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل کابل کې خبریالانو ته وویل: “د اوربند د دوام او له خنډ او ځنډ پرته د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره د ولسمشر د فرمان له مخې نن ۹۰۰ طالب زندانیان خوشې کېږي”.

هغه زیاته کړه چې دا زندانیان به له څرخي پله، بګرام او د افغانستان په لر او بر کې له نورو زندانونو خوشي کیږي.”

په دې سره به د ښاغلي فیصل په وینا د خوشي شویو طالب زندانیانو شمیر دوه زرو ته ورسېږي.

هغه ټینګار وکړ چې د زندانیانو خوشې کول په دې مانا دي چې افغان دولت اقدامات کړي او اوس هم چمتو دی چې اوربند دوام وکړي او له طالبانو مو هم د اوربند د دوام تمه ده.

په امنیت شورا کې د سولې او ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي چارو مشر انتظار خادم ویلي، دا طالب بندیان به د ولسمشر محمد اشرف غني له حکم سره سم خوشي شي.

نوموړي مخکې بي بي سي ته ویلي وو، د بندیانو د خوشي کولو بهیر به راتلونکو ورځو کې هم روان وي.

بل لور ته افغان حکومت د تېرې دوشنبې په ورځ (مې ۲۵مه) د وسلوالو طالبانو سل بندیان له بګرام زندان خوشي کړل.

د بندیانو دا خوشي کول د امریکا او طالبانو د سولې تړون برخه ده او دې دواړو لورو د افغان حکومت د ورورستۍ پرېکړې هرکلی کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د بي بي سي عصمت الله بهیر ته د ۹۰۰ طالب بندیانو د خلاصېدو په غبرګون کې وویل، دوی هم ژمن دي چې د افغان حکومت بندیان خوشي کړي:

“دا چې د بندیانو د خلاصون بهیر مهم پروګرام دی. په دې برخه کې پرمختګ او هر ګام موږ د مسلو حل ته نژدې کوي، موږ هم پخپل اړخ کې ژمن یو، چې د مقابل لوري بندیان خوشي کړو او په دې کې موږ جدي یو.”

نوموړي ټینګار کړی چې دا بهیر باید ژر بشپړ شي او د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې پراته خنډونه لېرې شي.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د اختر لمانځه وروسته وینا کې وویل، د طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ به چټکه کړي.

نوموړي له طالبانو هم وغوښتل چې د حکومت بندیان خوشي کړي.

افغان ولسمشر وړم ماښام بیا وویل، د ښه نیت لپاره دوه زره طالب بندیان خوشي کوي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وایي، حکومت دا ګام د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان په ځواب کې پورته کوي.

BBC

طالبانو د کوچني اختر په شپه درې ورځې اوربند اعلان کړ او په غبرګون کې ولسمشر غني هم خپلو ځواکونو لارښوونه وکړه چې پر طالبانو دې بریدونه نه کوي.

د ښکېلو لورو دا ګام د امریکا، ناټو، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو له هرکلي سره مخ شو.

Trending

Exit mobile version