تازه خبرونه
ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱۶ پروژو تړونونه منظور کړل
Last Updated on: چنګاښ ۲۷, ۱۴۰۲
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې؛ د دوشنبې پر ورځ ( د چنګاښ ۲۶ نېټه) د ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره او له اجنډا سره سم د ۱۸ وړاندې شویو پروژو په اړه بحث وشو.
ویل کیږي، چې یادې غونډې ته ۱۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې او د ۱۶ پروژو قراردادونه منظور او د پاتې ۲ وځنډول شول.
د دغې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ملي دفاع وزارت، مالیې وزارت، د اوبو او انرژۍ وزارت، لوړو زدهکړو وزارت، د افغانستان بانک، د افغانستان برښنا شرکت، کابل ښاروالۍ او د افغانستان د ګاز او نفتو دولتي شرکت اړوند پروژې منطورې شوې، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا یو میلیارد افغانیو ته رسېږي.
دغه راز په دې ناسته کې اړوند سکټوري وزارتونو او ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې، چې پر ټاکلي وخت خپلې پروژې د بحث او منظورۍ لپاره ملي تدارکاتو ک د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون نوبتي غونډه جوړه او له اجنډا سره سم د وړاندې شویو پروژومېسیون ته راولېږي او په دغه برخه کې ټول تدارکاتي پړاوونه په ښه ډول طی مراحل کړي.
