تازه خبرونه

ملي دفاع وزارت خپل څه باندې ۲۰۰ متقاعدین پر دندو وګمارل

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۲)

د ملي دفاع وزارت څرګنده کړې؛ د دغه وزارت د بېلابېلو څانګو ۲۲۶ کارکوونکي، چې په دې وروستیو کې د دندې د پای ته رسېدو له کبله پر کور ناست ول؛ بالمقطع جذب او پر دندو وګومارل شول.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې په ګمارل شویو کسانو کې د هوايي ځواک د پیلوتانو، افسرانو، مشاورینو، انجینرانو، تخنیکرانو، مدیرانو، کارمندانو، د ټیټې رتبې مامورینو په ګډون مسلکي سرتېري او ملکي وګړي ګومارل شوي دي.

ملي دفاع وزارت د قانون په پام کې نیولو پرته د تخنیکي او مسلکي ځواکونو د تقاعد په اړه اوازې ردوي او څرګندوي، چې دغه وزارت د څانګوالو(متخصصینو) او مسلکي کسانو جذبولو ته ژمن دی او د اړتیا په صورت کې به د خپلو کارکوونکیو له تجربو ګټه اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د وسله‌والو ځواکونو ستر درستيز په يو ويديويي پيغام کې د ملي اردو ځواکونو ته سپارښتنه کړې، چې د کوچني اختر په مناسبت دې د خوښۍ له ډزو ډډه وکړي.

Trending

Exit mobile version