تازه خبرونه
ملي سوداګر د افغانستان بانک د کنګل شویو پیسو غوښتونکي شول
د افغانستان خصوصي سکتورغړيو له نړیوالې ټولنې او امریکا وغوښتل، چې د افغانستان بانک ګنګل شوې پیسې بیر ته وروسپاري.
سوداګرۍ او پانګونې خونې ته د هېواد د خصوصي سکتور د ټولو خونو غړي د دي لپاره راغلي، چې د هغو ستونزو په اړهه خپلي انېښنې نړیوالې ټولني ته ورسوي، چې دوی ور سره مخ دي.
دوۍ له امریکا او نړیوالې ټولنژ غوښتنه کړې، چې د افغانستان بانک هغه پیسې بېرته وروسپاري، چې د اسلامي امارت له را تګ سره امریکا کنګل کړي دي.
د خصوصي سکتور غړي وايي د دې پیسو له آزادېدو پرته افغانستان د یوه لګښتي هېواد په توګه نشي کولي، چې پر هېوادنی مارکیټ برلاسي ټینګه کړي.
دوی دا هم ویلي، چې پر څه باندې نهه میلیارډ ډالرو کې نږدې درې میلیارډ ډالر د خصوصي سکتور اړوند پیسې دي.
دوی زیاتوي، چې که دا پیسې بېر ته آزادې نشي؛ نو په افغانستان کې به اقتصادي او بشري ناورین رامنځته شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند ویلي؛ مونږ له امریکا او نړیوالي ټولينې غواړو، چې باید هغه نهه نیم میلیارډ ډالر بیر ته راوسپاري؛ ځکه، چې د خصوصي سکتور ډېرې پیسې په کې بندې دي. دوی، چې هره ستونزه لري؛ له حکومت سره يي باید حل کړي او د ملت مال دې نه بندوي.
د افغانستان د خصوصي سکتور د خونو فډراسیون مرستیال بیا وايي؛ له هغې ورځي، چې دا پیسې بندې شوي، د افغانستان بانکونه نه یو سنټ ډالر ایستلی او نه لېږدولی شي. دوی د امریکا له حکومته غوښتنه کوي، چې د افغانستان د ملت دا پیسې آزادې کړې او افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ نکړي.
د خصوصي سکتور د خونو فډراسیون مرستیال خانجان الکوزی وایي: دا پیسې، چې بندې شوي دا یوازي د افغانستان د حکومت نه، بلکي په دې پیسو کې پیسو کې د افغانستان د ۳۵ میلیون وګړیو حق دی؛ له امریکا او نړیوالي ټولني هیله من یوو، چې دا پیسې بېرته افغانانو ته وسپاري.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مسوولین هم وايي، چې د امریکا لخوا د افغانستان بانک د پیسو د بندیدو له کبله خصوصي سکتور په سیمه ییزه او نړیواله کچه د بانکي لېږد له ستونزو سره مخ دی.
د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین زاده څرګنده کړې؛ مونږ د تولید لپآره اومه تو کې له بهرنیو هېوادونو رالېږدوي. له اسلامي امارت مو غوښتنه دا ده، چې باید د خصوصي سکتور بانکي ستونزې د سیمي له هېوادونو سره خلاصي کړي؛ ځکه له سختو ستونزو سره مخ یوو.
د افغانستان د خصوصي بانکونو او د صرافانو د سرتاسري ټولنې غړي هم وايي، چې د امریکا لخوا د پیسو بندیدو د هېواد اقتصادي ماشین له ستونزو سره مخ کړی.
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې غړی خان محمد سرفراز وایي: له نړیوالي ټولڼې غواړو، چې دا ستونزه نوره باید حل شي؛ ځکه دا پیسې د کوم حکومت ندي، چې دوۍ بندې کړي. دا د ملت پیسې باید بېرته د افغانستان بانک ته وسپارل شي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو ویلي؛ که د نړیوالي ټولنې لخوا د افغانستان بانک دا نهه نیم میلیارډ ډالر آزاد نشي، نو ښايي افغانستان له یوه انساني ناورین سره مخ شي.