سیمه ییز خبرونه
ملي سوداگرو په نړيوالو معيارونو د برابرو جوازونو غوښتنه وكړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
يو شمېر سوداگر د صادراتو او وارداتو او په كور كې دننه ماركيټونو ته د مالونو د رسولو په برخو كې له يو لړ ستونزو سر ټكوي او د كابل د سوداگرۍ له خونې څخه دغو ستونزو ته د يوې حل لارې غوښتنونكي شول.
د كابل د سوداگرۍ خونې رييس حميد رحيمي مني، چې سوداگر له ستونزو سره مخ دي.
نوموړى زياتوي:
يو سوداگر بايد د خپلو مالونو د صادرولو لپاره لس سندونه ولري، چې دا پخپله يوه ستونزه ده او د حل لپاره به يې يوه كړنلاره جوړه شي.
د ښاغلي رحيمي په وينا، غونډې ته د سوداگرۍ وزارت او په افغانستان كې له خصوصي پانگونې څخه د ملاتړ ادارې استازي را بلل شوي، چې د سوداگرو ستونزو ته د حل لار ومومي، او سوداگرو ته په نړيوالو معيارونو برابر جواز وركړ شي.