تازه خبرونه
ملي پراختیا شرکت ته میلیارډونه افغانۍ ناقانونه ورکړ شوي
د ولسی جرګې مالي او بودجې کمیسیون مسوولینو ویلي، چې د مالیې وزارت ملي پراختیا شرکت ته په میلیارډونه افغانۍ د پروژو د ترسره کولو لپاره نا قانونه ورکړي؛ ځکه، چې اوس هم حقوقي ستونزې لري.
د ولسي جرګې د مالی او بودجې کمیسیون غړی احمد جاوید ساپی وایي د افغانستان د ملي پراختیا شرکت رامنځته کیدل او هڅې ناقانون دي. په داسې حال کې، چې دغه شرکت د میلیارډونو افغانیو پر ارزښت د پروژو د پلي کولو چارې پيل کړې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ هغه پیسې، چې تر اوسه مالیې وزارت دغه شرکت ته ورکړې او هغه لګښتونه، چې د بودجې په ملي سند کې یاد شوي نه وي دوی ته د منلو وړ ندي.
د مالیې وزارت بیا د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون نیوکې بې بنسټه بولي او زیاتوي، چې د دغه وزارت تر سره شوي کارونه د ولسمشر د حکم له مخې دي.
د مالیې وزارت ویاند وایي په دې پروژو کې داسې موارد نشته، چې د فساد نښې ولري۔
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي: مونږ اوس هم د بودجې په لګښت کې هیڅ داسې کار ندی کړی، چې هغه دې له قانون سره په ټکر کې وي. زمونږ تول تر سره شوي کارونه د قانون په رڼا کې ترسره کیږي او مونږ یې روان ساتو.
د چارو پوهانو ویلي؛ افغان حکومت باید د ملي پراختیا شرکت حقوقی ستونزې حل او د چارو او پروژو له کارونو یې څارنه ترسره کړي؛ ځکه د د ولسی جرګې دغړیو اندېښنې هم پرځای دي.
