تازه خبرونه

ملګرو ملتونو افغان کډوالو ته مرستې رالیږلي

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۴, ۱۴۰۰)

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په ډاګه کړې، چې د افغانستان بې ځایه شویو کدوالو ته د ملګرو ملتونو د مرستې لومړۍ الوتنه ازبکستان ته رسیدلې ده.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې مرسته کې د سرپناه توکي دي، چې په مزار شریف کې به پر زرګونه بې ځایه شویو خلکو ووېشل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند بابر بلوچ ویلي: د دغو توکو لومړۍ الوتکه په ترمذ کې راکښته شوې ده.

هغه زیاته کړې: دې الوتکې د دوبۍ له ګودامونو ۳۲ ټنه د سرپناه اړوند توکي، د پخلنځي وسایل او پلاستیکي ټرپالونه د یاد هېواد هوایي ډګر ته لېږدولي دي.

بلوڅ وایي، چې دغه توکي به پر ۱۸۰۰۰ زره کورنيو ووېشل شي.

هغه په دې اړه ویلي: مونږ له ژمي مخکې خلکو ته د مرستې لپاره له وخت سره سیالي کوو. که تاسې پرته له کومې مرستې په آزاده هوا کې له سرپنا بې برخې وئ؛ یخنۍ به مو مړه کړي.

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ بې ځایه شویو کورنیو ته به نور توکي په دوه نورو الوتنو کې د ترمذ هوایی ډګر ته ولیږدول شي.

Trending

Exit mobile version