تازه خبرونه
ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو د افغانستان له زلزله ځپلیو سره د مرستو ژمنه وکړه
رویترز راپور ورکړی، چې ملګري ملتونه او یو شمېر هېوادونه له افغانستان سره له هغې وروسته مرستې کوي، چې د هېواد په لویدیځ کې د رښتر پر کچه ۶ اعشلریه ۳ درجې زلزلې له ۴۵۰۰ ډېرو کساننو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.
په داسې حال کې چې د ویجاړیو لاندې د ځايي خلکو او ژغورنکیو ډلو له خوا د زیانمنو د را ایستلو هڅې روانې دي؛ ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو اعلان کړی، چې زلزله ځپلیو ته به بېړنۍ مرستې ولېږي.
د شنبې د ورځې په دې زلزله کې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په دیارلس کلیو کې نږدې ټول کورونه ویجاړ او ړنګ شوي او اوسېدونکي یې له سرپناه او لومړنیو اسانتیاوو پرته ژوند کوي.
مرستندویه ټولنو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له زیانمنو سره مرسته وکړي؛ خو تر اوسه یو شمېر هېوادونو په رسمي ډول د مرستې ژمنه کړې ده.
ځینو هېوادونو لکه دنمارک او ناروې څرګنده کړې، چې دوی له نړیوالو شریکانو او بشردوستانه ټولنو سره په زیانمنه سیمه کې همکاري کوي.
د امریکا د مرستې کییر ټولنې، چې د نړیوال کییر تر چتر لاندې کار کوي ویلي؛ دا زلزله په داسې حال کې رامنځته شوې، چې افغانستان له یوه جدي بشري ناورین سره مخ دی او لړوند مرستندویې ټولنې د مرستو له کمښت سره مخ دي.
د مرستو د اړوند ژمنو په اړه ځینې څرګندونې شوي او ملګري ملتونه هڅه کوي، چې د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د زیانونو او تلفاتو ارزونه بشپړه کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ټولنې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق (AHF) څخه د بېړنیو مرستو پېنځه میلیون دالره تخصیص تائید کړی دی.
دې ټولنې ویلي، چې د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) به دا تخصیص د څلیریشت ساعتونو په اوږدو کې بشپړ پیل کړي.
پاکستان، ایران او چین د خوراکي توکو، کمبلو، درملو، خېمو او د نغدو پیسو د مرستې ژمنه کړې ده.
د پاکستان لومړي وزیر انوار الحق کاکړ ویلي، چې کابل په ځانګړي توګه د طبي ډلو، ساحوي روغتونونو، خیمو او کمبلو غوښتنه کړې، چې ټول غوښتل شوي توکي به د دوشنبې پر ماسپښین واستول شي او نور مرستې به هم وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه کړې او له افغانستان سره یې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.
د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د راپور له مخې، د چین سره صلیب ټولنې له افغاني سرې میاشتې سره د ۲۰۰ زره دالرو مرستې ژمنه کړې ده.