تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د افغانانو لپاره نوی ستراتیژیک چوکاټ وړاندې کړ
د دوشنبې پر ورځ (د چنګاښ پر دولسمه )په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې له افغانانو څخه د ملاتړ لپاره خپل دوه کلن ستراتیژیک چوکاټ خپور کړ، چې په کې د دې ټولنې لومړیتوبونه ځانګړي شوي دي.
د یوې رسمي اعلامیې له مخې؛ د ملګرو ملتونو ستراتیژیک چوکاټ د زیان منونکیو خلکو په ګډون د ښځو او نجونو، ماشومانو او ځوانانو، داخلي بې ځایه شویو، راستنیدونکیو، کډوالو، قومي او مذهبي اقلیتونو اړتیاوو او حقونو ته لومړیتوب ورکوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ویلي؛ زمونږ ستراتیژیک چوکاټ یو قوي وړاندیز دی، چې د افغانستان له خلکو سره د اساسي بشري اړتیاوو او بشري مرستو په پوره کولو کې د مرستو یو بشپړوونکی وړاندیز دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ونډوالو او ملاتړیو؛ درې ګډ لومړیتوبونه ټاکلي دي:
- په کلیدي سکتورونو کې دوامداره اړین خدمتونه لکه: روغتیا، تغذیه، تعلیم، کارموندنه، اوبه، روغتیا ساتنه، ټولنیز خوندیتوب او محافظت، چې ټولو ته د لاسرسي وړ، ارزانه او پرته له کوم تبعیضه وړاندې کیدی شي.
- د داسې چاپېریال له رامنځته کولو سره، چې اقتصادي وده اسانه او د ښځو لپاره مناسب کاري فرصتونو رامنځته کړي.
- ټولنیزه همغږي، ګډون کول، جنسیتي مساوات، بشري حقونه او د قانون حاکمیت په افغانستان کې د تلپاتې پراختیا او سولې لپاره د شرطونو په توګه د مدني ټولنې ګډون پیاوړی کوي او د نړیوالو بشري حقونو له سندونو تنظیمي او قانوني ملاتړ ښیي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړي استازي مرستیال او د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي دانیل اندرس ویلي: ملګري ملتونه او شریکان یې په دې پوهیږي، چې د افغانانو د دوامداره او مخ پر زیاتېدونکي بشري کړاو د مخنیوي لپاره یوازې لنډمهاله او اوږدمهاله بشري مرستې اړینې دي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د دې ټولنې ستراتیژیک چوکاټ د هغه محدودیت لرونکي چاپېریال په ځواب کې رامنځته شوی، چې ټول افغانان په ځانګړي توګه ښځې او نجونې ورسره مخ دي او د بنسټیزو مرستو پر برابرولو راڅرخي.
اندرس ویلي، ایا ملګري ملتونه کولی شي دا چوکاټ په بشپړه توګه پلي کړي؛ ځکه، نو دا کار د حکومت د چارواکو له کړنو او د تمویل کوونکیو له ملاتړ سره تړاو لري.