تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره نوي لوړپوړی چارواکی وټاکه

د یادې خبرپاڼې له مخې؛ ژرژ لمرکي به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) په چوکاټ کې دنده ترسره کوي او هم‌مهاله به د میښت همغږي کوونکي او د بشري چارو د همغږي کوونکي مسوولیت هم پر غاړه ولري.

Published

on

ملګرو ملتونو ویلي، چې د دې ټولنې عمومي منشي انټونیو ګوترش، د فرانسې برونو ژرژ لمرکي د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي د مرستیال په توګه ټاکلی دی.

د یادې خبرپاڼې له مخې؛ ژرژ لمرکي به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) په چوکاټ کې دنده ترسره کوي او هم‌مهاله به د میښت همغږي کوونکي او د بشري چارو د همغږي کوونکي مسوولیت هم پر غاړه ولري.

هغه به د انډریکا راټواټه ځای‌ناستی وي، چې له دې مخکې یې په دې دنده کار کاوه.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ برونو ژرژ لمرکي له دې مخکې له ۲۰۲۲ ز.کال راپدېخوا په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د ثبات ماموریت د ځانګړي استازي د مرستیال په توګه کار کړی او هم‌مهاله یې د میشت او بشري چارو د همغږي کوونکي دنده ترسره کړې ده.

هغه همدارنګه په هایټي کې د ملګرو ملتونو د یوځای شوي دفتر د ځانګړي استازي د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې او د پراختیا، بشري مرستو، بیا رغونې او د سولې جوړونې په برخو کې پراخه تجربه لري.

د معلوماتو له مخې؛ لمرکي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په بېلابېلو برخو کې هم کار کړی او په بېلابېلو هېوادونو لکه سومالیا، هایټي، فلسطیني سیمو او کمبودیا کې یې ډګرني ماموریتونه ترسره کړي دي.

هغه د فرانسې د تودو سیمو د کرنې په برخه کې د انجنیرۍ سند لري او پر فرانسوي ژبې سربېره پر انګلیسي ژبه هم بشپړ تسلط لري.

دا ټاکنه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې افغانستان اوس هم له جدي بشري او اقتصادي ننګونو سره مخ دی او د نړیوالو مرستو د اغېزمنې همغږۍ رول ورځ تر بلې ارزښتمن کیږي.

Trending

Exit mobile version