سوداگري
ملګرو ملتونو د افغان ښځینه متشبثینو له هڅو ستاینه وکړه
د ملګروملتونو ټولنې پخپل تازه راپور کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې میرمنې په خورا سختو شرایطو کې د ټول هېواد پر کچه خپل اقتصادي فعالیتو نه ترسره کوي.
دې بنسټ د ښځینه متشبثو د درناوي ترڅنګ ویلي، چې پر پوره ویاړ ترې ملاتړ هم کوي.
په هېواد کې یو شمېر هغه متشبثې ښځې، چې اقتصادي هڅې ترسره کوي؛ د ملګرو ملتو نو ټولنې له وروستي راپور سره مخالفت لري او وایي؛ په تېرو دوه کلونو کې او تر دې دمه له میرمنو سره داسې همکاري نهده شوې، چې رښتیا هم پر اقتصادې هڅو بوختې دي.
د متشبثه او د میرمنو د سوداګرۍ خونې غړې نفیسه دانش وایي: په وروستیو دوه کلونو کې د هېواد پر کچه د ملګروملتونو ټولنې لهخوانه له هغو میرمنو سره همکاري نهده شوې، چې رښتیا هم پر اقتصادي فعالیتونو بوختې دي او د فعالیتونو د تر سره کولو وړتیاوې لري. دا راپورونه ماته له حقیقته لرې ښکاري.
د میرمنو د سوداګرۍ خونې غړې زرمینه وایي: زه تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو ټولنې په ګډون د هیڅ داسې بنسټ شاهده نهیم، چې له متشبثو میرمنو سره يي همکاري کړې وي. اوس، چې کوم خبرونه خپریږي ډېر یې رښتیا نهوي.
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مسوولینو هم ويلي، چې د ټول هېواد پر کچه پر زرګونه میرمنې پر اقتصادي فعالیتونو بوختي دي او د دوی د چارو او کارونو د همغږۍ لپاره يي ورته د میرمنو د سوداګرۍ خونه فعاله کړې، چې له دې لارې ورته د اقتصادي چارو د منسجمولو زمینه برابره شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده ویلي: په هېواد کې د میرمنو د اقتصادي فعالیتونو لپاره زمینه برابره ده او په ټول هېواد کې یې شمېر له ۸۰۰۰ څخه ډېر او هڅې لري. دوی په بېلا بېلو اقتصادي هڅو؛ لاسي صنایعو، کرنې، مالدارۍ او نورو کوچنیويو اقتصادي فعالیتونو کې ښکېلي دي.
د اقتصا دي چارو شنونکي وايي، چې د کورنیو په اقتصادي فعالیتونو کې د میرمنو ونډه خورا مهمه ده او دې برخې ته د پوره پاملرنې غوښتنه کوي، چې په کورنۍ اقتصادي وده او پراختیا کې منظمه ونډه تر سره کړي.
اقتصادي شنونکی کمال الدین کاکړ وایي: په کورني او کوچنیو اقتصادي فعالیتونو کې د میرمنو ونډه ډېره مهمه ده؛ خو له بده مرغه په روستیو څلور کلونو کې له د کرونا او تحول وروسته د میرمنو اقتصادي فعالیتونه کم رنګه شوي؛ باید ورته ملي او نړیوال بنسټونه کار وکړي.
په هېواد کې یو شمېر متشبثې میرمني د میرمنو د اقتصادي ملاتړ له ملي او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کوي، چې د میرمنو د اقتصادي فعالیتونو د پرا ختیا لپاره پر رښتینې بڼه همکاري وکړي او هغه پروژې، چې په تېر کې هم د کمیشنکارانو لهخوا د میرمنو پر نامه تر سره کیدې مستحقو کسانو ته نهدې ورکړ شوي او تر اوسه هم رښتینو متشبثینو سره همکاري نهده شوې.
